د ایران د ډیپلماټانو د امنیت د ارزونې کنفرانس
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل چي ایران په وروستیو کلونو کې به ډیپلماټیک ډګر کې شهیدان ورکړي دي.
د ایران د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده د نړیوالو حقوقو له مخې په ایراني ډیپلماټانو او ډیپلماټیکو دفترونو باندې د بریدونو د څېړلو په کنفرانس کې وویل: ایراني ډیپلوماټان په وروستیو کلونو کې په مختلفو هیوادونو کې په نښه شوي دي تر څو د هغوی د فعالیت مخنیوی وشي.
هغه زیاته کړه چي د نړیوالو حقوقو له مخې د یو ډیپلماټیک ماموریت تر ټولو مهم اصل د هغه امنیت او خوندیتوب دی خو سره له دې په لندن کې د ایران سفارت اشغال شو او یو شمېر ډیپلماټان په شهادت ورسېدل.
د ایران د قضایي قوې د نړیوالو او بشري حقوقو مرستیال کاظم غریب آبادی وویل: د سفارتونو او ډیپلماټیکو دفترونو خوندیتوب، یوه اصولي او نه بدلېدونکې چاره ده او کوربه هیواد نه شي کولای دغه خوندیتوب یا مصئونیت لیري کړي.