فلسطین څخه ملاتړ ایران ته لومړیتوب لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i115336-فلسطین_څخه_ملاتړ_ایران_ته_لومړیتوب_لري
د ایران د اسلامي جمهوریت د پارلمان مشر ویلي چي فلسطین او قدس شریف څخه ملاتړ اسلامي ایران ته لومړیتوب لري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 28, 2022 08:19 Asia/Kabul
  • فلسطین څخه ملاتړ ایران ته لومړیتوب لري

د ایران د اسلامي جمهوریت د پارلمان مشر ویلي چي فلسطین او قدس شریف څخه ملاتړ اسلامي ایران ته لومړیتوب لري.

د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف د قدس د نړیوالې ورځې په درشل کې د حماس د غورځنګ له جګ پوري غړي خلیل الحیه سره په لیدنه کې په دې باندې په تاکید سره چي د شهیدانو وېنه د بریالیتوب تضمینوونکې ده، زیاته کړه: د فلسطین او قدس مساله په اسلامي ایران کې ژورې ریښې لري.

قالیباف وویل: د اسلامي انقلاب بنسټګر حضرت امام خمینی (ره) قدس د اسلام د زړه ټوټه او د فلسطین مساله د اسلامي نړۍ تر ټولو مهمه مساله وباله او په هوښیاری سره یې د رمضان د مبارکې میاشتې وروستۍ جمعه د قدس نړیواله ورځ وټاکه تر څو د قدس او د فلسطین مساله د تل لپاره د مسلمانانو او د نړۍ د ازادي پالو تر مینځ ژوندي پاتي شي.

د ایران د پارلمان مشر د صهیونیستي رژیم جنایاتو او له دغه رژیم سره، د ځینو اسلامي هیوادونو د اړیکو رغونې ته په اشارې سره، وویل: اسلامي امت، د مقاومت ډلې او اسلامي نړۍ له صهیونیستي رژیم سره د اړیکو د رغوونکو ته سزا ورکړي او د فلسطيني ډلو یووالې په بریالیتوب کې مهم رول لوبوي.

د حماس غړی خلیل الحیه وویل: اسرائیل هڅه کوي له الاقصی جومات څخه مسلمانان وشړي او پر ځای یې نیواکګر صهیونیستان راولي او په قدس کې خپل حضور پیاوړي کړي، لیکن د خلګو، د حرم د مدافعینو او د مقاومتي ډلو په سرشیندنې سره به الاقصی جومات د مقاومت د محور سمبول پاتې شي.

هغه صهیونیستانو سره په مبارزه کې د سپاه پاسداران د قدس د ځواکونو د قومندان شهید سردار قاسم سلیمانی رشادتونو ته په اشارې سره، وویل: د هغه د رشادتونو په نتیجه کې د مقاومت محور پیاوړی شو، په هره اندازه چي اسرائیل هڅه کوي د سیمي له هیوادونو سره اړیکې جوړي کړي په همهغه اندازه د مقاومت د محور تر مینځ وحدت پیاوړی کیږي.

سبا د قدس ورځ  دغویی د میاشتې ۹ ده چي د روژې د میاشتې له وروستي جمعې سره سمون خوري.