ایران به په خبرو کښې شاتګ ونکړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i115484-ایران_به_په_خبرو_کښې_شاتګ_ونکړي
د ایران د حکومت ویاند علي بهادري جهرمي پرون له ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کښې د ویانا د خبرو اترو د ماتي د خوړلو په هکله د امریکا لخوا د مطرح شویو خبرو په هکله وویل خبرې اترې د نړیوالې حوزې د نورو مسائیلو په څنګ کښې د ایران د اسلامي جمهوریت په میز باندې پراته نور مسائیل دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 01, 2022 23:39 Asia/Kabul
  • ایران به  په خبرو کښې شاتګ ونکړي

د ایران د حکومت ویاند علي بهادري جهرمي پرون له ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کښې د ویانا د خبرو اترو د ماتي د خوړلو په هکله د امریکا لخوا د مطرح شویو خبرو په هکله وویل خبرې اترې د نړیوالې حوزې د نورو مسائیلو په څنګ کښې د ایران د اسلامي جمهوریت په میز باندې پراته نور مسائیل دي .

هغه وویل ایران د خپل ملت د حقوقو تر بشپړه او کامل صیانت پورې یعني د اټومي حقوقو د ساتلو په حال کښې د خلکو د اقتصادي حالت تر ساتلو پورې هیڅکله له نړیوالو ډيپلوماټیکو لارو چارو شاتګ ونکړي او په جدیت سره به خبرې تعقیب کړي .

د تضمینونو موضوع او له سره فهرست څخه د ایران د حقیقي او د حقوقي کسانو د نومونو ایستل او دغه راز د بایکاټونو ختمول  هغه موردونه دي چې امریکا د اټومي تړون د خلاف ورزي کونکي هیواد په توګه تراوسه د دغو مسائیلو د حل لپاره ضروري سیاسي فیصله نه ده غوره کړي .