سوریه په یوه نړیوال جنګ کې بریالۍ شوه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i115764-سوریه_په_یوه_نړیوال_جنګ_کې_بریالۍ_شوه
د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای نن د سوریې له ولسمشر بشار اسد او وروسره ملګري پلاوی سره په کتنه کې په سیاسی او پوځی میدانونو کې د سوریې سترو بریالیتوبونو ته په اشارې سره وفرمایل ننۍ سوریه له جنګه مخکې سوریه نده که څه هم هغه وخت خرابیانې نه وې خو اوس د سوریې درناوې او باور له مخکې زیات شوې دې او ټول دغه هیواد ته د یوه قدرت په سترګه ګوری
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 08, 2022 13:09 Asia/Kabul
  • سوریه په یوه نړیوال جنګ کې بریالۍ شوه

د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای نن د سوریې له ولسمشر بشار اسد او وروسره ملګري پلاوی سره په کتنه کې په سیاسی او پوځی میدانونو کې د سوریې سترو بریالیتوبونو ته په اشارې سره وفرمایل ننۍ سوریه له جنګه مخکې سوریه نده که څه هم هغه وخت خرابیانې نه وې خو اوس د سوریې درناوې او باور له مخکې زیات شوې دې او ټول دغه هیواد ته د یوه قدرت په سترګه ګوری

د اسلامي انقلاب معظم لارښود د سوریې د نظام او ملت مقاومت او په یوه نړیوال جنګ کې بریالیتوب د سوریې د باور او سرلوړیتوب د زیاتیدا زمینه جوړونکی وباله .

د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای نن د سوریې له ولسمشر بشار اسد او وروسره ملګري پلاوی سره په کتنه کې په سیاسی او پوځی میدانونو کې د سوریې سترو بریالیتوبونو ته په اشارې سره وفرمایل ننۍ سوریه له جنګه مخکې سوریه نده که څه هم هغه وخت خرابیانې نه وې خو اوس د سوریې درناوې او باور له مخکې زیات شوې دې او ټول دغه هیواد ته د یوه قدرت په سترګه ګوری .

حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای پر دې په ټینګار سره چی نن د سوریې ولسمشر او ملت د سیمې په ملتونو کې سرلوړی دي زیاته کړه د سیمې د ځینو هیوادونو مشران د صیهونیسټ رژیم له مشرانو سره ناسته پاسته لري او له یوه بل سره کافی څښی خو د همدغو هیوادونو خلکو د قدس په ورځ واټونه له صیهونیسټی ضد خلکو او شعارونه ډک کړل او دا د سیمې ننې واقعیت دې .

د رهبرۍ ستر مقام همداراز د سردار شهید سلیمانی یاد او خاطرې په لمانځلو سره وفرمایل هغه بزرګوار شهید سوریې سره خاصه مینه درلوده او په حقیقی معنا یې سرشیندنه کوله او په سوریه کې د هغه کړچار د ایران د اته کلنې سپیڅلی دفاع له وخت سره توپیر نه درلوده .

د سوریې ولسمشر هم د ایران د ملت او حکومت له ملاتړونو او دریځونو په قدرونې او همداراز د شهید سلیمانی د یاد په لمانځلو سره وویل د سیمې په مساییلو په  تیره بیا فلسطین په موضوع کې په تیرو څلورولسیزو کې د ایران مقاومت او پایداره دریځونو د سیمې ټولو خلکو ته وښودله چی د ایران لاره سمه او اصولی لاره ده .

بشار اسد زیاته کړه د جنګ خرابیانې بیا رغاول کیدلې شی خو که اصول او اساس له مینځه لاړ شی نو بیا نه رغاول کیږی او د امام خمینی رح په اصولو او اساس د ایرانی ملت مقاومت چی د حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای په هدایت سره دوام موندلی دې ، د ایرانی ملت او د سیمې د خلکو په تیره بیا فلسطینی ولس د سترو بریالیتوبونو زمینه جوړونکې شو .