May 12, 2022 12:56 Asia/Kabul
  •  د سیمي ولسونه صهیونیستي رژیم سره جوړجاړی نه مني

د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر د اسرائیل په وړاندې د لبنان د ولس مقاومت د سیمي د هیوادونو لپاره یوه ځلانده بېلګه وباله او ویې ویل: د سیمي ولسونه هیڅکله اسرائیلي رژیم سره د جوړجاړی دسیسې ته نه تسلیمیږي.

د ایرنا له راپور سره سم، د ایران خارجه وزیر امیر حسین عبداللهیان په تهران کې د لبنان د فرهنګي چارو له وزیر محمد وسام المرتضی سره په لیدنه کې د سیمي د وروستیو بدلونونو او د دواړو هیوادونو تر مینځ د اړیکو په هکله خبري اترې وکړې.

عبداللهیان په دغه لیدنه کې وویل چي د ایران په بهرني سیاست کې لبنان ځانګړی ځای لري او د دواړو هیوادونو د ولسونو تر مینځ اړیکې تاریخي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: د امریکې او د لوېدیځو هیوادونو د ظالمانه بندیزونو سره سره، ایران تیار دی چي لبنان سره خپلي اقتصادي همکارۍ زیاتي کړي.

د لبنان د فرهنګي چارو وزیر هم په لوېدیځه اسیا کې د ایران مهم رول ته په اشارې سره وویل د لبنان حکومت د سیمي له ټولو هیوادونو او په تیره بیا له دوست هیواد ایران سره خپلي اړیکې وغځوي.

 

ټیګونه