لویدیځ هیوادونه د اسرائیلو د ټولو جنایتونو مسئول دي
ایران پریس خبري اژانس وايي په ایران کښې د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ استازي ناصر ابوشریف ټینګار وکړ لویدیځ هیوادونه په فلسطین کښې د ټولو جنایتونو مسوول دي .
هغه پرون د « فلسطین د بریالیتوب سهار نږدې دی» په نوم مراسمو کښې وویل د روان میلادي کال له پیل څخه تراوسه اوه شپیته فلسطینیان شهیدان کړې شوي دي او په دې هکله تراوسه حتی یو شکایت هم نه دی تنظیم شوی او په نتیجه کښې لویدیځ هیوادونه د دغه جنایت مسوول ګڼو .
ابو شریف وویل د فلسطین نیواک یو ساده نیواک نه بلکې د فلسطین له خلکو سره د مقابلې لپاره ډول ډول تاکنیکونه وکارول شول او فلسطین ته له نورو هیوادونو څخه د یهودیانو له راوستلو سره هم موافقت وشو .
په ایران کښې د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ استازي ناصر ابوشریف وویل د فلسطین «نکبت» له ۱۹۱۷ میلادي کال څخه د بریتانیا لخوا د فلسطین په نیواک سره پیل شو کوم چې د صهیونیسټ رژیم د جوړیدا زمینه برابره کړه .
ابوشریف وویل د فلسطین د خلکو په زوره کډه کولو او وژلو سره د صهیونیسټ رژیم سیاستونو دوام وموند خو خلک له دغو ټولو بشري ضد جنایتونو سره سره خپل مقاومت ته دوام ورکوي .
هغه د صهیونیسټ رژيم په پیاوړي کولو کښې د امریکا رول ته په اشارې سره د فلسطین د خبریالې میرمن شیرین ابوعاقله وژلو ته نغوته وکړه او ویې ویل نړیوالو ټولنو هیڅکله د دغه جنایت مسوول صهیونیسټ رژیم ونه غاند .
د ایران د اسلامي شورا د قدس او د مقاومت د فراکسیون مشر احمد حسین فلاحي هم په دغو مراسمو کښې وویل یوه ورځ صهیونیسټ رژیم د لویدیځو هیوادونو په ملاتړ سره اقدامات ترسره کول خو د مقاومت د بهیر په قدرتمن کیدا سره د صهیونیسټ رژيم پرمختګونه محدود شول او نن سبا دغه رژيم په خپل لاس زنداني شوی دی .
هغه وویل نن سبا باید د صهیونیسټ رژیم د له مینځه وړلو ساز وکار له مخکې څخه زیات برابر کړو او یوازې د قدس او د فلسطین د ازادولو په هکله فکر وکړو .