امام خمینی ره د اسلامي جمهوریت روح دی
(last modified Sat, 04 Jun 2022 07:30:10 GMT )
Jun 04, 2022 12:00 Asia/Kabul
  • امام خمینی ره د اسلامي جمهوریت روح دی

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د اسلامي جمهوریت د بنسټګر امام خمینی ره د تلین په درودیرشمه کلیزنه کې وویل: امام خمینی ره د اسلامي جمهوریت روح دی.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت ایت الله سید علی خامنه ای د دې په بیانولو چي امام خمینی ره د اسلامي جمهوریت روح دی، زیاته کړه: امام خمینی ره په حقیقت سره چي یو ځانګړی شخصیت و او یوازې د هغه پړاو امام نه و بلکې د اوس او هم د راتلونکي امام دی.

حضرت ایت الله خامنه ای په ۱۷۸۹ میلادي کال کې د فرانسې له لوی انقلاب او د شوروي له ۱۹۱۷ میلادي کال له انقلاب سره د ایران د اسلامي انقلاب په پرتله کولو سره وفرمایل: د فرانسې او د شوروي انقلابونه د خلګو په ملګرتیا بریالي شول، لیکن د هغه وروسته خلګو خپل رول د لاسه ورکړ او په داسي انقلاب چي خپله رامینځ ته کړي له ګډون څخه محروم شول، په نتیجه کې د فرانسي او د شوروي د انقلابونه له خپل ولسي مسیر څخه ووتل.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر وویل لیکن د ایران اسلامي انقلاب د خلګو په حضور او پراخ ګډون سره بریالی شو خو خلګ ورڅخه ګوښي نه شول، له بریالیتوبه د دوو میاشتو په تیرېدو سره، سرتاسري ولسي رفراندوم یا ټول پوښتنه تر سره شوه او خلګو د حکومت د څرنګوالې په هکله فیصله وکړه.

هغوی زیاته کړه: د اسلامي انقلاب له بریالیتوبه یو کال وروسته، لومړنی ولسمشر د خلګو په رایو سره، وټاکل شو او څو میاشتې وروسته هم پارلمان د خلګو په رایو سره رامینځ ته شو، تر نن ورځې ۵۰ ځلې ټاکنې د خلګو په پراخ ګډون سره تر سره شوي دي.

۳۳ کاله مخکې په داسي یوه ورځ کې د اسلامي انقلاب ستر لارښود روح الله موسوي خمینی ره په ۸۷ کلنۍ کې له نه ستړېدونکو مبارزاتو وروسته، له دې دنیا سترګې پټې کړې او د حق لیدني ته لاړ.

د اسلامي انقلاب د معظم لارښود حضرت ایت خامنه ای تر وېنا وروسته، زیارتوالو د انقلابي شعارونو په ورکولو او د حضرت امام خمینی ره له زیارت څخه د وتلو پر مهال د هغه له ارمانونو سره د وفاداری اعلان وکړ.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د حضرت امام خمینی ره په زیارت کې

 

ټیګونه