ایران به د اټومي اژانس هر اقدام ته متناسب ځواب ورکړي
زمونږ خبریال وايي د ایران د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د واکمنې شورا د وړاندیزي پریکړه لیک په مردود بللو سره وویل د ایران اسلامي جمهوریت به په دغه شورا کښې له هر اقدام سره متناسب ځواب ورکړي.
د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د واکمنې شورا غونډه نن په ویانا کښې پیل شوي ده.
خطیب زاده نن د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د واکمنې شورا د غونډې او په دغه غونډې کښې د ایران پرضد د پریکړه لیک د صادریدا د احتمال په هکله وویل تهران وارمخکې قضاوت نه کوي خو د واکمنې شورا له هر ډول اقدم سره به متناسب ځواب ورکړي.
هغه د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د واکمنې شورا ته د پریکړه لیک د مسودې د استول کیدا په هکله وویل د واکمنې شورا فصلي غونډه د ترسره کیدا په حال کښې ده او څو ورځې به دوام ولري او له معمول سره سم ایران ته اړونده د سیف ګارډ دوې موضوعاګانې او د اټومي تړون د اجرا راپور چې په فصلي ډول وړاندې کیږي د واکمنې شورا د فصلي غونډې په اجنډا کښې شامل دي.