Jun 07, 2022 06:22 Asia/Kabul
  • د ایټمي انرجیو نړیوال آژانس د ایران د دښمنانو په استخباراتي راپورونو استناد کوي

د ایران د ایټمي انرجیو د سازمان مشر د ایټمي انرجیو د نړیوال آژانس د مشر وېناو ته په اشارې سره، وویل: د ایټمي انرجیو نړیوال آژانس د ایران د دښمنانو او په سر کې د صهیونیستي رژیم په استخباراتي راپورونو استناد کوي.

د ایټمي انرجیو د نړیوال آژانس د واکمنو شورا چي د ایران په هکله بحث په خپله اجنډا کې لري له تیره ورځ څخه په ویانا کې غونډه پیل کړې ده.

د ایټمي انرجیو د نړیوال آژانس مشر رافائل ګروسي د واکمنو شورا ته په خپل راپور کې ادعا وکړه چي په دریو سایټونو کې د آژانس له لوري د موندل شویو ذراتو په هکله ایران معلومات نه دی وړاندی کړئ.

د ایران د ایټمي انرجیو د سازمان مشر محمد اسلامي الجزیرې سره په مرکه کې وویل: ایران د ایټمي انرجیو د نړیوال آژانس ټولو پوښتنو ته کره ځوابونه ورکړي او معلومات ورسره شریک کړي دي.

هغه د دې په بیانولو چي د نړیوال ایټمي فعالیتونو څخه د ایران ونډه ۳ سلنه ده، خو د ایټمي انرجیو د نړیوال آژانس ۲۵ سلنه فعالیتونه په ایران کې تر سره کیږي، زیاته کړه: د ایران د ایټمي سایټونو کېمرو ته د نړیوال ایټمي انرجیو د آژانس لاسرسي د ویانا د مذاکراتو له برخلیک سره تړاو لري، ایران تیار دی چي د مقابل لورو د ژمنو د پوره کېدو په صورت کې د موافقې ټولو بندونو ته ژمن پاتي شي.

اسلامي د ایران په ضد د ایټمي انرجیو د واکمنو په شورا کې د امریکې او د دریو اروپایي هیوادونو له لوري وړاندې شوې مسودې ته په اشارې سره، وویل: هغه پریکړه لیک چي ځینې هیوادونه یې د واکمنو په شورا کې د مطرحولو هلې ځلي کوي، کوم بدلون به رامینځ ته نه کړي بلکې د ایټمي انرجیو نړیوال سازمان باید د سیاسي نفوذ مخنیوی وکړي او په خپلو قوانینو باندې عمل وکړي.

د ایران د ایټمي انرجیو د سازمان مشر د دې په بیانولو چي د ایټمي انرجیو نړیوال آژانس د ایران په ایټمي سایټونو باندې د بریدونو له غندلو ډډه کړې چي د پوښتنې وړ مساله ده، وویل: ایټمي وسلې د ایران په استراتیجۍ کې ځای نه لري او مطرح شوي موضوعات بې ځایه او غلیمانه تورونه دي.

امریکا او وروسره دې اروپایي هیوادونو جرمني، برتانیې او فرانسې د ایران په ضد ګډ پریکړه لیک د واکمنو شورا ته وړاندې کړي او ویلي چي د ایران په دریو ایټمي سایټونو کې د یورانیمو د ذراتو موندنه د اندېښنې وړ مساله ده.

دغه څلورو هیوادونو همدارنګه ادعا کړې چي د ایران د نیمګړو همکاریو د امله، د ایټمي انرجیو له نړیوال آژانس سره، اختلافات هواري شوي نه دي، او له ایران څخه غوښتنه کړې چي د اختلافاتو د هوارولو په موخه د ایټمي انرجیو د نړیوال آژانس سره پوره پوره همکاري وکړي.

 

ټیګونه