امریکا د ایران په ضد نوي بندیزونه اعلان کړي
د امریکې د خزانې وزارت د ایران په ضد د واشنګټن د غلیمانه اقداماتو په دوام کې په دوو ایراني ښاریزو بندیزونه ولګول.
د امریکا د خزانې وزارت په یوه بیانیه کې تروریسم سره د مبارزې په ادعا سره، اعلان وکړ چي د خپلو ملګرو هیوادونو سره، د ټروریسم له مالي ملاتړ سره د مقابلې په چوکاټ کې، د سیمي په کچه په ۱۳ کسانو او ۳ ډلو باندې بندیزونه لګولي دي.
په یادو کسانو کې د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس د ځواکونو دوه ایراني او یو لبنانی کس شامل دي.
د ټروریسم د مالي ملاتړ سره د مبارزې په چوکاټ کې د امریکا، عربستان، کویټ، بحرین، عمان، قطر او امارات هیوادونه یو بل سره همکاري کوي.
امریکا او ورسره ملګري هیوادونو تر دې مخکې هم په مختلفو پلمو سره، منجمله د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران سره د اړیکو په پلمه په یو شمېر شرکتونو او شخصیتونو باندې بندیزونه لګولي دي.
د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران د سوریې او د عراق د هیوادونو په بلنې سره، په دغو هیوادونو کې له ټروریستي ډلو سره د مبارزې لپاره، مشورت ورکوي، داسي یو اقدام چي د امریکې، سعودي عربستان او د اسرائیل د ناراضه کېدو سبب شوی دی ځکه چي یاد هیوادونه د داعش په شمول له ترهګرو ډلو څخه ملاتړ کوي.