د بلخاب جګړه د امریکا فتنه وه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i117810-د_بلخاب_جګړه_د_امریکا_فتنه_وه
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي په یوه ټوېټ کې د بلخاب وروستۍ جګړه د امریکا له لوري فتنه بللی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 27, 2022 09:44 Asia/Kabul
  • د بلخاب جګړه د امریکا فتنه وه

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي په یوه ټوېټ کې د بلخاب وروستۍ جګړه د امریکا له لوري فتنه بللی.

د آوا له راپور سره سم، د هغه په وينا، د دې پاڅون موخه د هزاره او تاجک قومونو قرباني کول او هم د افغانستان کړکېچ په سيمه ييز بحران بدلول دي.

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي په خپل ټویټر پاڼه کي لیکلي: "په افغانستان کې د هدفي ناکرارۍ لپاره د امریکا لومړیتوب قومي او مذهبي جګړه ده چې هزاره او تاجک قرباني کړي او د افغانستان کړکېچ سیمه ییز کړي."

د ټولو افغان قومونو مهربانه مشران د بلخاب له جګړې څخه ځان لرې کړي؛ د بلخاب شخړه د افغانستان له وينې تويونې او تباهۍ پرته بل څه نه لري.

د افغانستان ټول خیر خواهان باید د بلخاب د جګړې پر وړاندې یو دریځ غوره کړي.

مشهورې سرچینې نښتې شدیده بولي او وايي چې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو د طالبانو د دفاع وزارت دوه ورځې وړاندې په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو چې د دوی ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی او د مولوي مهدي ځواکونه تښتېدلي دي.