دښمن،سپاه  پاسداران د خپلو درستو ناکامیولامل ګڼي
(last modified Thu, 30 Jun 2022 09:49:07 GMT )
Jun 30, 2022 14:19 Asia/Kabul
  • دښمن،سپاه  پاسداران د خپلو درستو ناکامیولامل ګڼي

د ایران داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو عمومي قوماندان ، له دښمنانو سره په جنګ کې د ددغه انقلابی اورګان دوامدارو بریالیتوبونو ته په اشارې سره  ووئيل، دښمن ، سپاه پاسدارانو دخپلو  درستو ناکامیو د رامینځةکیداپیچومی ګڼي .

ایرناخبری آژانس راپور ورکړ، د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو عمومی قوماندان  سردار حسین سلامي له اقتصادي بندیزونو څخه دتیریدا، سیاسی انزوا، اطلاعاتي جنګ،نفسیاتي جنګ ، پوځي روب  پشمول  ددښمن د درستو نقشو او دسیسو  ناکامول،د اسلامی انظام د نورو قواؤ ترڅنګ د سپاه پاسدارانو یو غوره لوبونکی رول وبالۀ. 

سردار سلامی د ا نګلستان د سټنا ایمپرو کشتۍ درول، د امریکا دجاسوسي سټراټژيک تیریګر ډرون تباه کول،د امریکائي سمندری پوځيانو نیوللو او دغه راز په عین الاسد امریکائي پوځي مرکز باندې په توغندوي حملې کې د دښمن د  اقتدار او ارادې ناکامول  او داسې ځیني نور اقدامات،د دښمن په وړاندې دسپاه پاسدارانو ویاړمن  لوبونکی رول وبالۀ .

 د سپاه پاسدارانو  عمومي قوماندان  ددې خبرې په کولو سره چې  اطلاعاتي او استخباراتي جنګ ، تر ټولو جاري ، دوامدار  حقیقي  او تر ټولو نزدې جنګ  دی  چې  ایران کلونه کلونه کیږي ،ورسره مخامخ دی ، ووئيل ؛ دښمن سپاه پاسداران  د خپلو درستو ناکامیو لامل د دوي د پاتې راوستلو  لپاره د اسلامی نظام د کلک هوډ د دوام مهم ټکی ګڼي  او په همدې اساس ده چې  پر دغه ولسیب او قدرتمند اورګان ئې تمرکز کړی دی .

 

ټیګونه