د یوې ښې پياوړي او بندیز ختمونکي موافقې لپاره کلک هوډ لرو
د قطر خارجه وزیر هم په دغې کتنې کې د ځينو کمزورو دریځونو د ختمولو او د هیوادونو ترمینځ د دوو اړخیزو او څو اړخیزو اړیکو په چټکولو کې دسیمه ایزو خبوراترو پر ضرورت ټينګار وکړ .
د ایران داسلامی جمهوریت د ملی امنیت د لوړې شورا منشي ، پرون ناوخته د قطر له خارجه وزیر سره په کتنې کې ټينګار وکؤ ، یوې پیاوړي ، تل پاتې او د باؤر وړ موافقې ته د رسیدا لپاره د ایران په ضد دظالمانه بندیزونو ختمونکو خبرواترو ته په جدیّت سره وارد شوي یوو .
زمونږخبریال راپور راکړ، علی شمخاني په دغې کتنې کې ووئیل ، د ګاونډیانو په باب دایران دایمي سیاست ، د هراړخیزو اوسټراټژيکو اړیکو پراختیا ، او د ښه ګاونډيتوب خیال ساتل دي .
هغه ترهه ګري او صهیونزم په سیمې کې د ناکراریو اوبې ثباتیو درامینځةکونکي دوه اصلی عنصرونه وبلل او وې وئيل ، له صهیونیسټ رژيم سره هر ډول ائيتلاف به حتی که غیر پوځي او غیر امنیتی هم وي ،دسیمې امنیت اوثبات ګواښي . علی شمخاني ووئيل اسلامی ایران تل د یوې دایمي سټراټژۍ په توګه د هیوادونو دمځکنۍ بشپړتیا د ساتنې او ډله ایز امنیت اهتمام کړی دی .
د قطر خارجه وزیر هم په دغې کتنې کې د ځينو کمزورو دریځونو د ختمولو او د هیوادونو ترمینځ د دوو اړخیزو او څو اړخیزو اړیکو په چټکولو کې دسیمه ایزو خبوراترو پر ضرورت ټينګار وکړ .