د ایران له مشهد څخه د افغانستان د کډوالو ستنیدل زیات شوي
(last modified Sat, 09 Jul 2022 05:52:24 GMT )
Jul 09, 2022 10:22 Asia/Kabul
  • د ایران له مشهد څخه د افغانستان د کډوالو ستنیدل زیات شوي

د ایران په شمال ختیځ کښې د خراسان رضوي ولایت د خارجي ښاریزو او د کډوالو د چارو مدیر سید علي قاسمي وویل: له افغانستان څخه ایران ته د ګڼ شمیر کسانو له راتلو سره سره خپل هیواد افغانستان ته د مهاجرینو د بیرته ستنیدا کار زیات شوی دی.

هغه له ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کښې زیاته کړه په خراسان رضوي ولایت کښې د خارجي ښاریزو په اخري سرشمیرنې کښې د کابو دوه لکه کسانو نومونه ثبت شوي کوم چې هیڅ قانوني سند او پاڼه نلري او په دوې کښې ډيرې کسان د کارونو د نه لرلو او د کورونو د کرایو د ډیریدا په وجه خپل هیواد افغانستان ته د بیرته ستنیدا اراده لري.

سید علي قاسمي د افغانستان د بدلونونو په هکله د ایران د اسلامي جمهوریت دریځ د دغه هیواد له خلکو ملاتړ اعلان کړ او ویې ویل د افغانستان د مسائیلو په حوزه کښې له دې خبرې چې ورتیر شو چې له طالبانو سره د ایران رسمي ډول په کوم ډول دي باید اعتراف وکړو چې په افغانستان کښې امنیت د تیر حکومت په پرتله د طالبانو په وخت کښې پیاوړی شوی دی او همدغه مسله د ایران له خراسان رضوي ولایت څخه خپل هیواد ته د افغانستان د مهاجرینو د بیرته د ستنیدا د بهیر د زیاتیدا سبب شوی.

د ایران د خراسان رضوي ولایت د بهرنیو کډوالو او د ښاریزو د چارو مدیر سید علي قاسمي ډاګینه کړه؛ په دغه ولایت کښې پینځه نوي فیصده قانوني او غیر قانوني خارجي ښاریزو کښې اکثره افغانستانیان دي چې په مشهد کښې وسیږي او د تیرو او د نویو سرشمیرنو پراساس په مشهد کښې د هغو افغانستاني ښاریزو  شمیر چې نومونه یې ثبت شوي یا د هستوګنې اجازه پاڼې لري کابو نیم میلیونه دی.

د ایران اسلامي جمهوریت څه د پاسه څلویښت کاله کیږي چې د افغانستان د مهاجرینو کوربه دی او همدااوس په ایران کښې پینځه میلیونه افغانان وسیږي او هغوې د ایران د ښاریزو په شان د ایران په اسلامي  جمهوریت کښې له امکاناتو څخه برخور دي.