د اردن د سیند لوېدیځه غاړه د صهیونیستانو په ضد په وسلو سمبالیږي
(last modified Sat, 20 Aug 2022 11:26:14 GMT )
Aug 20, 2022 15:56 Asia/Kabul
  • د اردن د سیند لوېدیځه غاړه د صهیونیستانو په ضد په وسلو سمبالیږي

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدران د ځواکونو عمومي قومندان د دې په بیانولو چي دمبارزې بهیر د اردن د سیند لوېدیځي غاړي ته غځېدلی، وویل: لویدیځه غاړه هم د صهیونیستانو په ضد په وسلو باندې د سمبالېدو په حال کې دي.

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د ځواکونو عمومي قومندان جنرال حسین سلامي د دې په بیانولو چي د فلسطینیانو پاڅون د وخت په تېرېدو سره وده کړې او پیاوړی شوی دی، زیاته کړه: د روان کال له پیله تر اوسه پوري ګڼ شمېر صهیونیستان د مقاومت د ډلو په عملیاتونو کې هلاک شوي دي، چي د سیف القدس له عملیات څخه ماسېوا له نورو کلونو سره د پرتلې وړ نه دي.

سردار سلامي د جهاد د دوام په ضرورت باندې په تاکېد سره، جوته کړه: لکه څرنګه چي د غزې تړانګه په وسلو سمبال شوې، د اردن د سیند لوېدیځه غاړه هم په وسلو سمبالېدایشي، دغه بهیر اوس هم روان دی.

د سپاه د ځواکونو عمومي قومندان د دې په بیانولو چي د اردن د سیند د لوېدیځي غاړې او د غزې د تړانګې تر مینځ هیڅ جغرافیوي اتصال شتون نه لري، وویل: له یو بل څخه جلا ټاپوګانې بلل کیږي چي د صهیونیستانو تر سختې محاصرې لاندې دي، خو سره له دې وینو چي فلسطینیان په یوه وړه عملیات کې په صهیونیستانو په سلګونو راکټونه توغوي.

هغه زیاته کړه چي فلسطیني مبارزین اوس دومره ځواکمن شوي چي د نیواکي فلسطین په هر یو ګوټ کې صهیونیستي سیمې په نښه کولایشي.

 

 

 

ټیګونه