Aug 26, 2022 13:07 Asia/Kabul
  • د ایران د پوځ  د هوافضادرست دفاعي تجهیزات  ځاي دي

د ایران د پوځ د ډرونز مشترکه مانوره په چارشنبې ورځې  د ایران په جنوب کې  له عمان سمدر ا و فارس خلیجه رانیولې،د هیواد په شمال ، جنوب، ختیځ او لویدیځي سیمو  کې پیل شوه او پرون پاي ته ورسیده .

د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ د هوافضاځوا ک قوماندان سردار امیر علی رضا صباحي فرد بیګا په قم کې د اسلامی ایران دپوځ د ۵۶۵شهیدانو ددرنښت په څلورمو دستورو  کې د ایران د اسلامی جمهوریت د ډرونز  مانورې  او د  هوافضا دفاعي سسټم د اهمیّت په باب ووئيل،د هوافضا ځواک په دغې ډرونز مانورې کې په کرتو ډرونز  الوتونه کړي او تر ټولو وروستي او نوښت راپنځونکي عملیات ئې په بریالیتوب سره ترسره کړي دي .

د ایران د پوځ دهوافضا ځواک قوماندان  روښانه کړې ده ،په دغې مانورې کې  داسې نوښتونه او تاکتیکونه  ترسره شوي چې په دنیا کې بې مخینې دي،په دې توګه چې  نن سبا  د ایران ډرونز الوتکې په وسلو سبنال شوي دي  او له هیواده ددفاع لپاره تیارې دي .سردار صباحي فرد زیاته کړې،د ایران مخه نیونکی قدرت تر دې حده دی چې  د اسلامی نظام دښمنان په ایران د حملې تصوّر هم نشي کولی او د ایران د اسلامی جمهوریت   دمقدس نظام دښمنان دې پوهه شي چې د ایران په فضا کې  شتون نشي درلودلی  اوکه دغې فضا ته وارد هم شي ، نو بیا به ئې له د غې فضا روغ رمټ وتل ونه ویني. 

د ایران د پوځ د ډرونز مشترکه مانوره په چارشنبې ورځې  د ایران په جنوب کې  له عمان سمدر ا و فارس خلیجه رانیولې،د هیواد په شمال ، جنوب، ختیځ او لویدیځي سیمو  کې پیل شوه او پرون پاي ته ورسیده .

په دغې سترې او مشترکې مانورې کې  چې د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ په څلورو واړو ځواکونو،دخاتم الانبیاء (ص) دهوا فضادفاعي مشترګ غونډ په ګډون  او دمرکزی غونډ په څارنې  سره ترسره شوه،ځاي ،ډول ډول پوځي ،یرغلیز او  او پرمختللو بې پيلوټه الوتکې وکارول  شوې او په ډيردقت سره ځواکونو  خپل عملیات ترسره کړل.

 

ټیګونه