د پاکستان دولس زره زیارتوال ایران ته رسیدلي دي
فارس خبري اژانس وايي د ایران په جنوب ختیځ کښې د سیستان و بلوچستان ولایت د حسیني اربعین د کمیټۍ ویاند جواد قنبري وویل
په تیرو څلویښتو ورځو کښې د پاکستان کابو دولس زره زیارتوال د میرجاوه او د ریمدان دوو سرحدونو له لارې سیستان وبلوچستان ولایت ته راننوتلي دي.
هغه وویل په دغو دولس زره کسانو کښې شپږ زره او پینځه سوه اولس کسان د دشتیاري ولسوالۍ له ریمدان سرحدي لارې او شپږ زره او دوه سوه څلور نوي نور هم د میرجاوه ولسوالۍ له سرحدي لارې سیستان و بلوچستان ولایت ته راغلي دي.
د۱۴۴۴ هجري قمري کال د صفرې د میاشتې شلمه نیټه په کربلا دښته کښې د نړۍ د شیعه مسلمانانو د دریم امام حضرت حسین علیه السلام او د هغه د وفاداره ملګرو د شهادت اربعین یعني څلویښتې ده او زیارتوال په دغه ورځ د حسیني اربعین په دستورو کښې د ګډون لپاره د عراق په جنوب کښې کربلا ښار ته ورځي.
هر کال د عراق د ایران او دنړۍ د نورو هیوادونو په شمول په میلیونونو خلک په عراق کښې د حسیني اربعین په مراسمو کښې ګډون کوي.