د زاهدان ولسوال:
ښار کې امنیت بر قراره شوی دی
د سیستان او بلوچستان د مرکز زاهدان ولسوال پرونیو پېښو ته په اشارې سره، رسنیو ته وویل چي د امنیتي ځواکونو د هلو ځلو په نتیجه کې په ښار کې امنیت په بشپړه توګه تامین شوی دی.
د اسلامي جمهوریت د نظام د معاندینو یوه ډلګۍ تېره ورځ د زاهدان د مکی جومات په څنګ کې په راغونډېدلو سره، د سیستان او بلوچستان په ولایت کې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د ځواکونو د استخباراتو مشر سید علی موسوی یې په ډزو سره په شهادت ورساوه.
د شر غواړو دغه ترهګره ډلګۍ همدارنګه د پولیسو په دریو حوزو په ډزو سره په ښار کې امنیت ګډوډ کړي او په خلګو کې وېره او وحشت رامینځ ته کړي وه.
د دې ترهګرې ډلګۍ عناصرو یوه نانوایي، د اطفایې یو ګاډی، یو کلنیک او ځینو نورو عامه تاسیساتو اور اچولي وو.
د زاهدان د ښار ولسوال ابوذر مهدی نخعی زمونږ خبریال سره په مرکه کې ویلي چي په ښار کې د اهل سنت وړونو د جمعې د لمانځه وروسته، شرغواړې عناصرو چي د پردیو د اهدافو په لړ کې فعالیت کوي د جومات تر څنګ د پولیسو په حوزې باندې ډزې پیل کړې او د حوزې د نیولو هلې ځلې کولې.
هغه زیاته کړه چي د دغو شرغواړو عناصرو یو شمېر کسان د ښار په شا او خوا کې تیت پرک شول او د خلګو په ګاډو، بانکونو او نورو عامه تاسیساتو باندې بریدونه وکړل.
نخعی جوته کړه چي د امنیتي ځواکونو په هېښتیا او د خلګو په همکاری سره، د دغه ترهګرې ډلګۍ اقدامات شنډ او په ښار کې امنیت ټینګ شوی دی.