د ایران میلیارډونو ډالره ازادیږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i121804-د_ایران_میلیارډونو_ډالره_ازادیږي
ایران پریس خبري اژانس وايي د ایران د مرکزي بانک ویاند مصطفی قمري وفا د خارجه وزارت په نږدې ملګرتیا سره د هیواد د کنګل شویو ډالري زیرمو د ازادولو لپاره د پرله پسې تعقیبونې خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 03, 2022 02:22 Asia/Kabul
  • د ایران میلیارډونو ډالره ازادیږي

ایران پریس خبري اژانس وايي د ایران د مرکزي بانک ویاند مصطفی قمري وفا د خارجه وزارت په نږدې ملګرتیا سره د هیواد د کنګل شویو ډالري زیرمو د ازادولو لپاره د پرله پسې تعقیبونې خبر ورکړ.

هغه وویل په تیرو اونیو کښې په دې زمینه کښې د پام وړ پرمختګونه شوي او ځینې بانکي ملاحظات هماغه راز پرځاې پاتې دي خو نتیجې ته د رسیدا لپاره له مقابلو لورو سره د تعامل لپاره د تعقیبولو په حال کښې دي.

د ایران د ملي امنیت لوړې شورا ته اړونده رسنۍ «نور نیوز» هم پرون د ایران له کنګل شویو ډالري سرچینو څخه د میلیارډونو ډالرو د ازادیدا خبر ورکړ.

د ایران د ملي امنیت لوړې شورا ته اړونده رسنۍ نور نیوز ولیکل په داسې حال کښې چې د بایکاټونو د ختمولو خبرې د امریکا د پخواني حکومت د غیر قانوني اقداماتو د جبرانولو لپاره د لویدیځو هیوادونو په تیره بیا د امریکا د ولسمشر جوبایډن د ځنډ کولو په دلیل هماغه راز نتیجې ته نه دي رسیدلي په ایران کښې د خارجي بندیانو د ازادیدا او په جنوبي کوریا کښې د ایران د ډالري زیرمو خوشي کیدا ګړندوالی موندلی دی.

دغه راپور زیاتوي چې په تیرو اونیو کښې د سیمې د یوه هیواد په مینځګړیتوب سره د ایران او د امریکا د بندیانو د  خوشي کیدا په هکله کوټلي خبرې وشوې او په دې چوکاټ کښې د ایران له کنګل شویو ډالري سرچینو څخه په میلیارډونو ډالره د خوشي کیدا په حال کښې دي.