د ایران سپاه پاسداران د ترهګرو مرکزونه وویشتل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i121890-د_ایران_سپاه_پاسداران_د_ترهګرو_مرکزونه_وویشتل
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواکونو د عراق په کردستان سیمه کښې په بریزین او هلګورود لوړو سیمو او په سیدکان سیمه کښې په یوشمیر سنګرونو باندې په مهاجر شپږ ډوله بې پایلوټه الوتکې سره برید وکړ او د توپونو ډزې یې هم وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 05, 2022 01:47 Asia/Kabul
  • د ایران سپاه پاسداران د ترهګرو مرکزونه وویشتل

زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواکونو د عراق په کردستان سیمه کښې په بریزین او هلګورود لوړو سیمو او په سیدکان سیمه کښې په یوشمیر سنګرونو باندې په مهاجر شپږ ډوله بې پایلوټه الوتکې سره برید وکړ او د توپونو ډزې یې هم وکړې.

د عراق په کردستان سیمه کښې د موجودو ترهګرو ډلو د ایران ضد خوځښتونو په زیاتیدا سره دغه سیمه د ایران ضد بیلتون غواړو او د ډیرو ترهګرو ډلو د شتون او د فعالیتونو په مرکز بدله شوي ده او د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران ځواک هم د دغو ترهګرو ډلو پرضد څو ځله بریدونه وکړل.

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د ځمکني ځواک د حمزه سید الشهدا مرکز په تیرو څو ورځو کښې  په څو د نښې د مینځ ویشتونکو توغندیو او بې پایلوټه الوتکو سره د عراق په کردستان سیمه کښې د ترهګرو ډلو په مرکزونو بریدونه  وکړل.

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د ځمکني ځواک قومندان محمد پاکپور د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د دسیسه کونکو او د انقلاب ضد ترهګرو ډلو د ټغر د راټولولو لپاره د عراق د شمال د کردستان سیمې د چارواکو د فیصلې د غوره کولو ضرورت ته په اشارې سره ټینګار وکړ د عراق په کردستان سیمه کښې د بیلتون غواړو ترهګرو او انقلاب ضد ډلو تر بشپړه بې وسلې کیدا پورې به د اسلام د جنګیالیو عملیات دوام ولري.