ددنیا په یوې سیمې کې هم د ایرانیانو دحقوقوچخڼي کیدا نه زغمو
د بهرني سیاست یو مقصد او موخه د ایرانیانو د حقوقو ملاتړ او له مادری ټاټوبي سره د دوی تل پاتې او دوامدار ارتباط لپاره د آسانتیاؤ رامینځةکول دي.
د ایران د خارجه وزیر سیاسی مرستیال په هنګري کې د ایرانیانو په ټول کې ووئيل، دنړۍ په یوې سیمې کې هم د ایرانیانو دحقوقو ضایع کیدا نه زغمو او د دوي دحقوقو دخوندی ساتلو لپاره به له درستو ظرفیّتونو استفاده وکړو.
فارس خبری آژانس راپور ورکړ، د ایران دخارجه وزیر دسیاسي چارو مرستیال علی باقری کني چې پخپل اروپائي سفر کې په پيل کې بوداپسټ ته تللی،هنګری ته په رسمي سفر کې ئې په دغه هیواد کې له دیره ایرانیانو سره لیده کاته وکړل.
علی باقری کني په دغې ناستې کې د اسلامی ایران دتمدن او کلتور په معرفي کولو کې له هیواده دبهر ایرانیانو په رول او ځائيګي په ټينګار سره ووئيل،دبهرني سیاست یو مقصد او موخه د ایرانیانو دحقوقو ملاتړ او له مادری ټاټوبي سره د دوی تل پاتې او دوامدار ارتباط لپاره د آسانتیاؤ رامینځةکول دي.
د ایران مرستیال خارجه وزیر په دوام کې له هیواده د بهر ایرانیانو هوښیارتیا د اسلامی ایران دبدغواړو د ډيرو نه تعبیریدونکو خوبونو په ناکارندوالي کې اساسی عامله بللې او وئيلي ئې دي ،حکومت دنړۍ په یوې سیمې کې هم د ایرانیانو دحقوقو ضائع کیدا نه زغمي او د دوي دحقوقو د خوندي ساتلولپاره له درستو ظرفیّتونو استفاده کوي او د دوي دحقوقو د تامینولو لپاره به له درستو سیاسی او حقوقي آوزارونو کار واخلي.