د ایران، روسیې او اذربایجان ملګرتیا د شمال – جنوب کرېدور پیاوړی کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i121976-د_ایران_روسیې_او_اذربایجان_ملګرتیا_د_شمال_جنوب_کرېدور_پیاوړی_کوي
په باکو کې د اسلامي ایران سفیر وویل: د ایران، روسیې او اذربایجان جمهوریت په ملګرتیا سره، د شمال جنوب د نړیوال کرېدور له ظرفیت څخه استفاده کولایشي نورو هیوادونو ته د کړهنیزو محصولاتو د صادراتو زمینه برابره کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 07, 2022 11:16 Asia/Kabul
  • د ایران، روسیې او اذربایجان ملګرتیا د شمال – جنوب کرېدور پیاوړی کوي

په باکو کې د اسلامي ایران سفیر وویل: د ایران، روسیې او اذربایجان جمهوریت په ملګرتیا سره، د شمال جنوب د نړیوال کرېدور له ظرفیت څخه استفاده کولایشي نورو هیوادونو ته د کړهنیزو محصولاتو د صادراتو زمینه برابره کړي.

د ایسنا له راپور سره سم، په اذربایجان جمهوریت کې د ایران سفیر سید عباس موسوي په باکو کې د کړهنیزو محصولاتو د ټرانزیټ په غونډه کې وویل: ایران د یوه نړیوال او سیمه ایز ټرانزیټي چورلیز په توګه چمتو دی چي د سېلوګانو، ګودامونو، رېل پټلی او لویو لارو په شمول خپلې ټرانزیتې بېخ بناوې پیاوړې کړي څو له روسیې څخه فارس خلیج او نورو هیوادونو ته د غلاتو د صادراتو لاره هواره کړي.

موسوي یادونه وکړه چی د شانګهای په سازمان کې د ایران غړیتوب د غوره همکاریو او سیمه ایزو راکړو ورکړو لپاره نوې فرصتونه رامینځ ته کړي څو د غلاتو په ترڅ کې د شمال – جنوب او د شرق – غرب د کرېدورونو له لارې نورو توکو ته هم د اسانه ټرانزیټې لارې برابرې کړي.