د سلطۍ نړۍ او امریکا له حق او عدالت سره جنګ لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i122004-د_سلطۍ_نړۍ_او_امریکا_له_حق_او_عدالت_سره_جنګ_لري
ایرنا خبري اژانس وايي د تهران د جمعې لمانځه خطیب ایت الله کاظم صدیقي ټینګار وکړ د سلطې نړۍ، د استکبار نړۍ، امریکا، صهیونیسټ رژیم او د تکفیر جبهه له حق او عدالت سره نه پخلاینه کونکی جنګ لري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 08, 2022 01:39 Asia/Kabul
  • د سلطۍ نړۍ او امریکا له حق او عدالت سره جنګ لري

ایرنا خبري اژانس وايي د تهران د جمعې لمانځه خطیب ایت الله کاظم صدیقي ټینګار وکړ د سلطې نړۍ، د استکبار نړۍ، امریکا، صهیونیسټ رژیم او د تکفیر جبهه له حق او عدالت سره نه پخلاینه کونکی جنګ لري.

هغه وویل اصلي مسله دا ده چې د سلطې دنیا، د استکبار دنیا ، امریکا، صهیونیسټ رژیم او د تکفیر جبهه د خدای له دین ، عدلت او حق سره پخلاینه نه کونکی جنګ لري او له هغه ورځې راهسې چې په ایران کښې د دین بیرغ پورته شوی دی د سلطې دنیا دسیسه، خیانت او جنایت په خپلې اجنډا کښې شامل کړی دی  او په تیرو درې څلویښتو کلونو کښې داسې ورځ او فرصت نه و چې دښمن خپله دښمنۍ کمه کړي وي.

د تهران د جمعې لمانځه خطیب کاظم صدیقي وویل د ایران خلک وتوانیدل یوبل پسې دسیسې شندې کړي او هغوې عناصر له ډګره وویستل او انقلاب وساتل شو.