د فرانسې مظاهره چیانو له ناټو څخه د وتلو غوښتنه وکړه
فارس خبري اژانس وايي د فرانسې په لسګونو زرو خلکو د انفلاسیون او د ژوند د لګښتونو په زیاتیدا باندې اعتراض کښې په پلازمینې پاریس کښې مظاهرې وکړې او له ناټو څخه د فرانسې د وتلو غوښتنه یې وکړه.
په داسې شرایطو کښې چې په اروپايي هیوادونو کښې د انرژۍ د بیو د ډیرې زیاتیدا پرضد اعتراضونه ترسره شوي دي د فرانسې خلکو په پاریس کښې له ناټو څخه د خپل هیواد د وتلو غوښتنه وکړه.
له پاریس څخه خبري سرچینو وویل د فرانسې په لسګونو زره خلکو په پاریس کښې د ژوند د لګښتونو د ډیر زیاتیدا او دغه راز په نړۍ کښې د سولې په هکله اعتراضیه مظاهرې وکړې.
دغه مظاهرې په داسې حال کښې وشوې چې تیره ورځ په دوه زره دوه ویشتم میلادي کال کښې د ادبیاتو د سولې د نوبل جایزې د ګټونکي« اني ارنو »په شمول د فرانسې یوشمیر متفکرانو د فرانسې د ولسمشر پرضد له مظاهرو سره د خلکو د یوځاې کیدا غوښتنه وکړه.
نهه اویا کسانو چې پکښې د فرانسې لیکوالان، ډایریکټران او د پوهنتون استادان شامل دي په یوه لیک د ولسمشر امانوئل ماکرون په سیاستونو چې د اقتصادي درزونو د زیاتیدا او د انفلاسیون د ډیریدا سبب شوي دي نیوکه کړي ده.
د فرانسې په حالت او ولسمشر باندې اعتراضونه په داسې شرایطو کښې شوي دي چې پخواني ولسمشر فرانسوا اولانډ په اروپا کښې د ستر کړکیچ په اړه خبرداری ورکړی دی.
هغه د کورونا ویروس، په اوکراین کښې د جنګ او د انرژۍ د بیو د زیاتیدا له کبله مسائیلو ته په اشارې سره وویل اروپايي هیوادونه له یوه ستر کړکیچ سره مخامخ دي.
فرانسې او د اروپايي هیوادونو نورو غړیو هیوادونو له امریکا سره یوځاې د اوکراین له جنګ څخه وروسته د روسیې پرضد سخت بایکاټونه لګولي دي داسې بندیزونه چې د ماسکو د چارواکو په وینا په خپله اروپايي هیوادونو ته د جدي تاوانونو د رسیدا سبب شوي دي.