د افغانستان او ایران د هنرمندانو د هنري آثارو نندارتون پرانستل شو
د ایران او افغانستان د هنرمندانو د نقاشۍ او هنري آثارو نندارتون له پرون څخه د تهران په رازي کلتور خونې کښې پرانستل شو
د وحدت د اونۍ د درنښت په مناسبت د ایران او افغانستان د هنرمندانو د نقاشۍ او هنري آثارو نندارتون د رحمت نندارتون نومول شوی دی.
د ویلو ده چې پرون د ربیع الاول د میاشتې دولسمه نیټه وه چې د یو روایت له مخې د حضرت محمد مصطفی(ص) د زوکړې کلیزه او د وحدت د اونۍ د پیلیدو ورځ ده.
د ایران او افغانستان د هنرمندانو د نقاشۍ او هنري آثارو نندارتون د ترسره کولو منشي احمد تاجک له ایران پریس خبري آژانس سره په ځانګړې مرکه کښې وویل: په دې نندارتون کښې د ۳۰ ایراني او افغانستاني هنرمندانو د نقاشۍ، تور قلم، منبّت کارۍ او خوشخطۍ ۱۳۰ آثار د مینه والو لپاره نندارې ته وړاندې کیږي.
دا نندارتون د ایران او افغانستان د دواړو ولسونو د وحدت او پيوستون د څرګندولو په موخه ترسره کیږي.