د بولیویا حکومت په ایران کښې ګډوډي غندي
په ایران کښې د بولیویا سفیرې ټینګار وکړ چې هیواد یې په ایران کښې رامینځته شوې غلبلۍ چې انګریزان او امریکايي صهیونیسټان په کښې لاس لري، غندي.
د ایرنا د خبر له مخې د ایران لپاره د بولیویا هیواد سفیرې رومینا پرز پرون د تبریز له ښاروال یعقوب هوشیار سره په کتنه کښې وویل: بولیویا د ایران ورور هیواد دی او امپریالیسټي ضده نظریات لرو او د یو بل ترڅنګ د امپریالیسټو خلاف اودریدلې یو.
هغې په دې خبرې سره چې د ایران او بولیویا د دوستۍ خونه جوړوی شو، زیاته کړه: د تبریز او د بولیویا د ښارونو ترمینځ ډیر ګډ ټکي شته دي او د دواړو هیوادونو ښارونه باید خپلې اړیکې پراخې کړي.
د تبریز ښاروال هم د بولیویا له «لاپاز» ښار سره د ورورولۍ د موضوع د ځیړنې خبر ورکړ او ویې ویل: په دې کار سره کولې شو چې په کلتوري برخو کښې خپلې اړیکې پراخې کړو.
یعقوب هوشیار وویل: د بولیویا امپریالسټي ضده نظریه بیخي هم هغه پيغام دی چې پنځوس کاله مخکښې حضرت امام خمیني(رح) مطرح کړی و.
د تبریز ښاروال زیاته کړه: کومه ګډه جبهه چې خلکو د لویدیځ د امپرال ازم او صهیونزم په وړاندې جوړه کړې ده، ډیره مهمه ده. صهیونیسټي تفکر یو وحشي تفکر دی او هیڅ دین، ملیت او ژبه په رسمیت نه پيژني.