ایران د صلحې لپاره د پولینډ د رغنده رول ملاتړ وکړ
(last modified Mon, 10 Oct 2022 02:59:53 GMT )
Oct 10, 2022 07:29 Asia/Kabul
  • ایران د صلحې لپاره د پولینډ د رغنده رول ملاتړ وکړ

د ایران د خارجه وزارت د سیاسي چارو مرستیال: ایران په نړیوال ډګر کښې د پایداره صلحې او ثبات لپاره د پولینډ له رغنده رول څخه ملاتړ کوي

د ایران د خارجه وزارت د سیاسي چارو مرستیال د پولینډ د مرستیال خارجه وزیر په کتنه کښې وویل: ایران په نړیوال ډګر کښې د پایداره صلحې او ثبات لپاره د پولینډ له رغنده رول څخه ملاتړ کوي

علي باقري پرون له پاول یابولنسکي سره په کتنه کښې، د پولینډ سیاسي او اقتصادي ظرفیتونو او په اروپايي اتحادیې کښې یې مقام ته په اشارې سره څرګنده کړه: ایران په نړیوال ډګر کښې د پایداره صلحې او ثبات لپاره د پولینډ له رغونکي رول څخه حمایت کوي.

باقري په سیمه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت په امنیت جوړونکي رول باندې په ټینګار سره وویل: په هره برخه کښې چې اروپا د تعامل او ملګرتیا لاره غوره کړي، د اسلامي ایران له خوا د مثبت غبرګون تمه لرلې شي.

په دغې کتنې کښې د پولینډ د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال هم د دوه اړخیزو اړیکو او د یوکرین د جنګ په شمول د سیمه ایزو او نړیوالو موضوعاتو په هکله له علي باقرې سره د نظر تبادله وکړه.

 

 

ټیګونه