په ایران کې د فرانسې سفارت:
وېزاوې په ایران کې دننه صادریږي
په تهران کې د فرانسې سفارت اعلان وکړ: دا خبر چي فرانسه او نورو اروپایي هیوادونو ایراني وګړو ته د ویزو ورکړه بنده کړې، یو لوی دروغ دی.
د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعانی چافي په ټولنیزو رسنیو کې د اروپایي هیوادونو له لوري د ایران په وګړو د وېزو د بندېدو په اړه د خبر په ځواب کې ویلی: که په دې زمینه کې هره داسي پابندی رامینځ ته کوونکی اقدام وشي او رښتیا ووځي، یو نه قبلېدونکی اقدام به وي.
په ایران کې د مسافرتي اجنسیو د اتحادیې مشر حرمت الله رفیعی په دې وروستیو کې ویلې وه چي په تهران کې د ځینو اروپایي هیوادونو سفارتونه، په ځانګړي توګه د شنګن د حوزې هیوادونو د رسمي اطلاع رسونې پرته، د وېزو د منظورولو بهیر یې درولی او ایراني وګړو ته د شنګن وېزې نه صادروي.
له دې خبر وروسته، د فرانسې سفارت او د جرمني او پولنډ هیوادونو اعلان وکړ چي ایراني وګړو ته د وېزو د ورکړې بهیر له کوم خنډ پرته د معمول سره سم، دوام لري.