د مهسا امینې د درملو واردات د بندیزونو د امله ستونزمنه وه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i122172-د_مهسا_امینې_د_درملو_واردات_د_بندیزونو_د_امله_ستونزمنه_وه
د ایران د اسلامي جمهوریت د حکومت ویاند وویل چي هغه نایابه درملې چي مهسا امینې کارولې، د امریکې او لوېدیځو هیوادونو د بندیزونو د امله په زحمت سره واردېدلې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 11, 2022 12:50 Asia/Kabul
  • د مهسا امینې د درملو واردات د بندیزونو د امله ستونزمنه وه

د ایران د اسلامي جمهوریت د حکومت ویاند وویل چي هغه نایابه درملې چي مهسا امینې کارولې، د امریکې او لوېدیځو هیوادونو د بندیزونو د امله په زحمت سره واردېدلې.

په ایران کې د مېرمن مهسا امینې د مړینې په پلمې سره، وروستي بلواوې یو ځلې بیا د دې سبب شو چي د ایران د اسلامي جمهوریت بهرني دښمنان د هیواد په کورنیو چارو کې د لاسوهنې او د بلواګرو د لمسون په موخه له دې مسالې څخه اوزاري استفاده وکړي.

د ایران د حکومت ویاند علی بهادری جهرمي د لوېدیځوالو بندیزونو او لاسوهنو ته په اشارې سره وویل: هغه درملې چي مهسا امینې استعمالولې، د امریکې د بندیزونو د امله په زحمت سره، پیدا کېدا، امریکا او اروپا د بشري ضد اقداماتو په تر سره کولو ایران ته د درملو د راتلو مخنیوی کوي د ملاتړ ادعا نه شي کولای، دا یوه خندوونکې ادعا ده.