په ایران کې د برتانیې د لاسوهنو دوام
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i122176-په_ایران_کې_د_برتانیې_د_لاسوهنو_دوام
په ایران کې د برتانیې سفیر د تېرو دریو اونیو په موده کې د دریم ځل لپاره، د انګلیس له خپلسري بندیزونو وروسته، د ایران خارجه وزارت راوغوښتل شو او ورته وویل شو چي ایران د متقابل اقدام لپاره خپل حق محفوظ ګڼي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 11, 2022 12:52 Asia/Kabul
  • په ایران کې د برتانیې د لاسوهنو دوام

په ایران کې د برتانیې سفیر د تېرو دریو اونیو په موده کې د دریم ځل لپاره، د انګلیس له خپلسري بندیزونو وروسته، د ایران خارجه وزارت راوغوښتل شو او ورته وویل شو چي ایران د متقابل اقدام لپاره خپل حق محفوظ ګڼي.

د برتانیې دولت په وروستیو بلواو کې له لاسوهنو وروسته، د دوشنبې په ورځ د ایران د اخلاقي امنیت په پولیسو او څو جګپوړو امنیتي او سیاسي چارواکو بندیزونه ولګول. د برتانیې د حکومت له دغه اقدام څخه وروسته، په تهران کې د دې هیواد سفیر سایمون شرکلیف د خارجه وزارت له لوري احضار شو او ورته وویل شو چي ایران د لندن لاسوهونکي اقدامات په سخته ټکو سره غندي.

د لندن له لوري په فارسي ژبو خپرېدونکو رسنیو له پروپاګن وروسته، شرکلیف د سپتمبر د میاشتې په ۲۴ او د ایران د کورني حالاتو په برابر د برتانوي چارواکو د لاسوهونکو خبرو وروسته د اکټوربر په پنځمې د ایران خارجه وزارت ته راوغوښتل شو او د تهران سختې نیوکې ورته وړاندې شوې.

د ایران په ځینو ښارونو کې له هغو بلواو وروسته چي اکثره د لوېدیځوالو په لمسون او د غولېدلو عناصرو له لوري دوام پیدا کړی، لوېدیځو هیوادونو منجمله امریکااو برتانیا یو ځلې بیا د بندیزونو په سختولو او د ایران په کورنیو چارو کې په لاسوهنې سره، ناامنیو او بلواو ته د لمن وهلو لپاره هڅې وکړې او هم یې غوښتل چي له دې لارې د ایران په حکومت باندې د سیاسي فشارونو په زیاتولو سره، ځینې امتیازات تر لاسه کړي.

البته انګلیس د ایران په وړاندې د مختلفو دسیسو په عملي کولو او لاسوهنو کې اوږده مخینه لري چي یوه وتلې بېلګه یې د ایران د ۱۳۸۸ لمریز کال ولسمشریزې ټاکنې وي، تر دغه ټاکنو مخکې برتانیا تهران ته د نوی سفیر سایمون ګس په لېږلو سره هڅه وکړه چي په ټاکنو رول ولوبوي، تر لسمې ولسمشریزې ټاکنې وروسته، په تهران کې د برتانیې د سفارت پورې اړوند نیروګانو د لندن په لارښوونې سره، داسي یوې موضوع کې لاسووهنې پیل کړې چي هغه د ایران کورنۍ مساله وه. د لوممړي ځل لپاره د برتانیې د سفارت څو محلي کارکوونکي ونیول شول او دوه برتانوي ډیپلماټان هم له ایران پسې واخیستل شول.

په وروستیو اوونیو کې هم، د برتانیې دولت د لاسوهونکی سیاست په غوره کولو، په ایران کې له بلواګرو څخه ملاتړ  کوي او په دې لړ کې یې له بندیزونو، رسنیو او سیاسی اوزارونو څخه کار اخیستی دی، دا په داسي حال کې دی چي برتانیا په دې موده حتي په لندن کې د ایران د ډیپلماټیکو دفترونو د امنیت په تامینولو کې هم په خپله وظیفه عمل نه ده کړې او د پولیسو د بې غوری په نتیجه کې په لندن کې د ایران په سفارت باندې څو ځلې بریدونه شوي دي.

په انګلیس کې د سیاسي چارو کارپوه ډیوید میلر د ایران په وړاندې د لوېدېځو هیوادونو د وروستیو دریځ نیونو په هکله وایي:  اصلي خبره دا ده چي هغوی په ایران باندې د بندیزونو د سختولو لپاره پلمې لټولې، په دې خاطر یې په ایران کې بلواو ته لمن ووهل، د برجام د ایټمي مذاکراتو مخالفانو هم چي د خبرو اترو د بهیر د ړنګولو په لټه کې وه، له دغه مسالې څخه په ګټه اخیستلو سره، د ایران د ګوښه کولو هلې ځلې وکړې.

د برتانیي او د نورو لويدیځوالو دغه لاسوهني او بندیزونه  په داسي حال کې تر سره کیږي چي د ایران اسلامي جمهوریت نظام په ځلونو د هر ډول فشار او لوبو په هکله هغوی ته خبرداری ورکړی دی او تاکید یې کړی دی چي د لندن له لوري خپلسري اعلان شوي بندیزونه د ایران لپاره هیڅ اهمیت نه لري او ایران اوس هم د متقابل ځواب لپاره خپل حق خوندي بولي.

په دې لړ کې د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعانی چافي په هیواد کې وروستي حالات کورنۍ مساله بللې او تاکید یې کړی دی چي د نویو بندیزونو، د ولس او د حکومت په ضد د محدودونکي اقداماتو او د امتیاز د تر لاسه کولو په لړ کې د هر ډول هڅو سره، په جدیت سره مقاومت کوي او په مناسب وخت کې پرېکنده ځواب ورکوي.