د عراق په کردستان کښې د ترهګرو وسله وال شتون نه زغمو
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه: د عراق په کردستان کښې د ترهګرو د وسله والو شتون دوام او د ایران د امنیت خلاف تحرکات به یې ونه زغمو
حسین امیر عبداللهیان پرون د عراق د امنیت د عالي شورا له عمومي منشي قاسم الاعرجي سره په کتنه کښې په ټولو برخو کښې د ایران او عراق پر مخ په ودې اړیکو باندې په ټینګار سره، د عراق په کردستان سیمه کښې له وسله والو ترهګرو سره د مقابلې د ضرورت په شمول په امنیتي برخو کښې د دواړو هیوادونو پر ملګرتیا ټینګار وکړ.
امیر عبداللهیان په دې ټکي باندې په تینګار سره چې د دواړو هیوادونو اړیکې سټراټیجکې او ښې دي او مونږ د عراق امنیت د ایران امنیت ګڼو، زیاته کړه: د ایران او عراق ښو مناسباتو ته په پام سره تمه نه لرو چې د عراق کردستان سیمه د ایران خلاف د ترهګرو اقداماتو په مرکز او ګواښ بدله شي.
په دغه ملاقات کښې د عراق د امنیت د شورا مشر هم وویل: د عراق اساسي قانون هغو کسانو او بهیرونو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي چې ګاونډیان ګواښي.
الاعرجي ډاډ ورکړ چې د ایران خلاف هر ډول امنیتي ضده اقدام به د عراق د مرکزي حکومت او د کردستان د سیمه ایز حکومت له اقدام سره مخامخ شي او عراق هم د ایران امنیت، خپل امنیت ګڼي.