امریکا او اروپا په ایران کښې د بلواو هڅه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i122550-امریکا_او_اروپا_په_ایران_کښې_د_بلواو_هڅه_کوي
زمونږ خبریال وايي د ایران د قضايي قوې د بشري حقوقو د کمیټۍ مشر کاظم غریب ابادي وویل امریکا او اروپايي هیوادونه د بایکاټ له اوزاره په ایران کښې د بلواو او د ناامنۍ د رامینځته کولو لپاره استفاده کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 21, 2022 01:13 Asia/Kabul
  • امریکا او اروپا په ایران کښې د بلواو هڅه کوي

زمونږ خبریال وايي د ایران د قضايي قوې د بشري حقوقو د کمیټۍ مشر کاظم غریب ابادي وویل امریکا او اروپايي هیوادونه د بایکاټ له اوزاره په ایران کښې د بلواو او د ناامنۍ د رامینځته کولو لپاره استفاده کوي.

کاظم غریب ابادي په ټیلي ويژن پروګرام کښې د تهران په اوین زندان کښې د اور د لګیدا پیښې او  د دغه زندان د کتنې په هکله وویل په دې خبره کښې هیڅ شک نشته چې د ایران د اسلامي جمهوریت قسم خوړلي دوښمانان هره ورځ د ایران په یوې نه یوې سیمې کښې د یوه کړکیچ  او د بلوا د رامینځته کولو هڅه کوي  یوه ورځ په پوهنتون کښې یوه ورځ په ښوونځي کښې یوه ورځ په ټولنیز چاپیریال او یوه ورځ په زندانونو کښې.

د ایران د قضايي قوې د کمیټۍ مشر کاظم غریب ابادي په دې خبرې سره چې د اسلامي ایران دوښمانان د ایران پرضد د خپلو  دسیسو او د تبلیغاتو او د پروپاګنډو  ماشین چمتو او چلان ساتي وویل هغوې څلرویشت ساعته په خپلو پروګرامونو او پروپاګنډو کښې د ایران د خلکو او د حکومت پرضد له رسندوي اوزارونو استفاده کوي او کله نه کله بلواګرو ته یوه  پلمه په لاس ورکوي او بیا د رسنیو په وسیله ناوړه تبلیغات ترسره کوي.

د بریتانیا د بي بي سي او د سعودي عربستان د وهابي رژیم ایران اینټرنیشنل ټیلي ويژن چینلونو په شمول د امریکا او د نورو اروپايي هیوادونو ټيلي ويژن چیلنونه او رسنۍ د ایران پرضد ناوړه تبلیغاتو او پروپاګنډو او د بلواګرو کسانو لخوا د بلواو د زیاتولو لپاره لپاره پوره پوره کوششونه کړي دي چې اوس هم دوام لري.