امریکا او اروپا په ایران کښې د بلواو هڅه کوي
زمونږ خبریال وايي د ایران د قضايي قوې د بشري حقوقو د کمیټۍ مشر کاظم غریب ابادي وویل امریکا او اروپايي هیوادونه د بایکاټ له اوزاره په ایران کښې د بلواو او د ناامنۍ د رامینځته کولو لپاره استفاده کوي.
کاظم غریب ابادي په ټیلي ويژن پروګرام کښې د تهران په اوین زندان کښې د اور د لګیدا پیښې او د دغه زندان د کتنې په هکله وویل په دې خبره کښې هیڅ شک نشته چې د ایران د اسلامي جمهوریت قسم خوړلي دوښمانان هره ورځ د ایران په یوې نه یوې سیمې کښې د یوه کړکیچ او د بلوا د رامینځته کولو هڅه کوي یوه ورځ په پوهنتون کښې یوه ورځ په ښوونځي کښې یوه ورځ په ټولنیز چاپیریال او یوه ورځ په زندانونو کښې.
د ایران د قضايي قوې د کمیټۍ مشر کاظم غریب ابادي په دې خبرې سره چې د اسلامي ایران دوښمانان د ایران پرضد د خپلو دسیسو او د تبلیغاتو او د پروپاګنډو ماشین چمتو او چلان ساتي وویل هغوې څلرویشت ساعته په خپلو پروګرامونو او پروپاګنډو کښې د ایران د خلکو او د حکومت پرضد له رسندوي اوزارونو استفاده کوي او کله نه کله بلواګرو ته یوه پلمه په لاس ورکوي او بیا د رسنیو په وسیله ناوړه تبلیغات ترسره کوي.
د بریتانیا د بي بي سي او د سعودي عربستان د وهابي رژیم ایران اینټرنیشنل ټیلي ويژن چینلونو په شمول د امریکا او د نورو اروپايي هیوادونو ټيلي ويژن چیلنونه او رسنۍ د ایران پرضد ناوړه تبلیغاتو او پروپاګنډو او د بلواګرو کسانو لخوا د بلواو د زیاتولو لپاره لپاره پوره پوره کوششونه کړي دي چې اوس هم دوام لري.