روسیې د ایران پرضد بندیزونه وغندل
فرانسې خبري اژانس راپور ورکړ روسیې په چټي ادعاګانو سره په ایران باندې د لویدیځو هیوادونو د بایکاټونو لګول وغندل.
د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخاروا پرون روسیې ته د بې پایلوټه الوتکو د ورکولو په چټي ادعا سره د ایران پرضد د امریکا او د اروپايي اتحادیې نوي بایکاټونه وغندل.
د ویلو ده چې د اروپايي اتحادیې شورا روسیې ته د بې پایلوټه الوتکو د ورکولو په چټي ادعاګانو سره د ایران د څلورو چارواکو پرضد بندیزونه ولګول.
اروپايي اتحادیې وویل د ایران دغه څلور کسان د اروپايي اتحادیې غړیو هیوادونو ته د سفر حق نلري او دغو هیوادونو ته د دوې په سفر بندیز لګول شوی.
بل خبر دا چې د ایټالیا پخواني لومړي وزیر سیلویو برلسکوني د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي په هیواد کښې د کړکیچ او د تاوتریخوالي د اصلي عامل په توګه وباله.
هغه زلنسکي د داسې کس په توګه یاد کړ چې جنګ بندولی او د اوکراین خلک له غمیزو څخه لیرې ساتلی شي.
د ایټالیا پخواني لومړي وزیر برلسکوني ټینګار وکړ چې د اوکراین د ولسمشر زلنسکي کړچار سبب شو چې روسیه په اوکراین کښې ځانګړي عملیات پیل کړي.