ایران دهند سمندرله څنډې هیوادونوسره ګډه پوځي مانوره ترسره کوي
(last modified Sun, 23 Oct 2022 11:31:33 GMT )
Oct 23, 2022 16:01 Asia/Kabul
  • ایران دهند سمندرله څنډې هیوادونوسره ګډه پوځي مانوره ترسره کوي

د هند سمندر  د شمال  دسمندری امنیت دکنټرولولو مرکز،د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ دسمندري ځواک په دریمې سیمې کې (یعني کنارک ،سیستان او بلوچستان  او دایران جنوب ختیځي سیمو کې) د ایران د پوځ دسمندري ځواک د قوماندان امیر البحر شهرام ایراني،د آیونز  دغړو هیوادونو  د قوماندانانو او استازو او په ایران کې د حاضرو پوځي اتاشیو په شتون سره  افتتاح شو.

د ایران د اسلامی  جمهوریت دپوځ دسټراټژيک سمندري ځواک قوماندان امیر البحرشهرام ایراني  دهند سمندر د څنډې هیوادونو دسمندري امنیت د کاري ډلې(آیونز) له غړو سره دګډې مانورې د ترسره کولو لپاره د دغه ځواک دچمتووالي خبر ورکړ.

امیر البحر شهرام ایراني د سمندری امنیت د ملګرتیاؤ دنړیوال مرکز  د پرانیستونکو دستورو په څنډې کې  دایران پریس خبریال  سره په خبرو کې ووئیل،د ایران  دپوځ سمندري ځواک  ددغې کاري ډلې دغړو هیوادونو د ځواکونو په پرله پسې دوهم پړاؤ لپاره  مسئولیت په غاړه لري او ددغې ډلې درستو غړو هیوادونو له رامینځةشوي  شوي امنیته استفاده کړې ده.

امیر البحر ایراني زیاته کړې،د ایران اسلامی جمهوریت له تیرو دوو کلونو راهسې د ګډې مانورې دترسره کولو وړاندیز مطرح کړی او ددغې مانورې دترسره کیدا خنډونه ختم شوي دي او هڅه به  وکړي څو زرترزره  دغه مانوره ترسره شي.

امیر البحر شهرام ایراني دسمندری امنیت د ملګرتیاؤ دنړیوال مرکز افتتاح کولو ته په اشارې سره ووئيل، ددغه مرکز جوړیدا د اسلامی انقلاب دستر لارښود یو تدبیر دی او په افتتاح سره ئې داسې شرائط برابر شوي چې  هغه هیوادونه چې په سیمې کې د سولې ا وامنیت اندیښنه لري ،په یوه ځاي کې سره غونډيدلی شي او د اطلاعاتو په مبادلې سره د سمندر کچ کونې لپاره  کرار او باثباته شرائط رامینځةکولی شي.

د هند سمندر  د شمال  دسمندری امنیت دکنټرولولو مرکز،د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ دسمندري ځواک په دریمې سیمې کې (یعني کنارک ،سیستان او بلوچستان  او دایران جنوب ختیځي سیمو کې) د ایران د پوځ دسمندري ځواک د قوماندان امیر البحر شهرام ایراني،د آیونز  دغړو هیوادونو  د قوماندانانو او استازو او په ایران کې د حاضرو پوځي اتاشیو په شتون سره  افتتاح شو.

 د آیونز د سمندري انمیت د کاري ډلې دریمه غونډه دجمعې په ورځې د آیونز دغړوهیوادنو په شتون سره او د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ دسمندری ځواک په کوربتوب سره  په تهران کې ترسره شو.

 

ټیګونه