د ایران جنګي بیړۍ په ابومهدي کروز توغندیو سمبالیږي
فارس خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د سمندري ځواک قومندان امیر البحر شهرام ایراني وویل: د دغه ځواک جنګي بیړۍ په ابومهدي کروز توغندیو او له هغو په لا قدرتمنو کروز توغندیو سمبالیږي.
هغه د ایران د سمندري ځواک د وروستیو بریاو په هکله وویل د ایران له ځمکې څخه ځمکې ته ویشتونکو کروز توغندیو توان دوه برابره زیات شوی دی او جنګي بیړۍ د څلورو کروز لانچرو پرځاې ټاکل شوي ده چې د لومړي ځل لپاره په اتو کروز توغندیو لانچرو سره په سمندرونو کښې شتون پیدا کړي.
شهرام ایراني په دې خبرې سره چې د ایران د پوځ د سمندري ځواک ټولې بریاوې د ایران د متخصصانو په لاس دي وویل د ایران د قوت ټکی ځوانه ټولنه ده او د هغو پروژو چې ځوانان یې وړاندې کوي هرکلی کیږي.
د هند اوقیانوسیې په شمال کښې د نړۍ په څلورو اقتصادي لارو کښې د ایران د جنګي بیړیو شتون او په اطلس اوقیانوسیې کښې د سمندري ماموریتونو ترسره کول په سمندري ډګرونو کښې د ایران د توانمنۍ نښه ده.