ورځپاڼو ته کتنه:
.د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستکو اوس به ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو وخت یې ولرئ.
نن به لومړۍ کیهان ورڅپاڼه ولولو
په اروپايي هیوادونو او امریکا کښې اقتصادي او د انرژۍ کړکیچ د اوکراین د جنګ په وجه ټاکل شوی نه دی چې زر پاې ته ورسیږي او سلګونو کارپيژاندو، رسنیو او مسوولو چارواکو ویلي دي چې اروپايي هیوادونه او امریکا به له زیاتو اقتصادي مشکلاتو او د انفلاسیون له بې مخینې زیاتیدا سره مخامخ شي.
په ټولو اروپايي هیوادونو کښې زیات انفلاسیون دوام لري او حاضردمه اتلس اروپايي هیوادونه له دوه رقمي انفلاسیون سره مخامخ دي.
د اذربایجان جمهوریت امنیتي ځواکونو په پلازمینې باکو کښې د حکومت د مخالفانو مظاهرې په سخته وځپلې او کابو سل کسان یې ونیول.
د سوریې سرچینو د ادلب ولایت په خوا او د حلب ولایت په لویدیځ کښې د ترهګرو ډلو د سنګرونو پرضد د پوځ د درنو راکټي حملو او د توپونو د ډزو خبر ورکړ.
د یمن د جنګ کابو اته کلونه تیریږي داسې جنګ چې ټاکل شوی و دوه اوونۍ دوام وکړي او د انصار الله غورځنګ په له مینځه تلو او د پخواني استعفا شوي او تښتیدلي ولسمشر عبدربه منصور هادي واک ته د بیرته ستنیدا سبب شي خو دغه جنګ اوس د سعودي عربستان د حکومت لپاره د یوه بشپړه او سټراټيژیک شکست سبب شوی او د سیمې په سلطه ګر رژیم باندې د عربستان د بدلولو لپاره د ولیعهد محمد بن سلمان ټولې ارزوګانې له مینځه تللي دي.
د امریکا د شیکاګو پولیسو وویل د تیرې اوونۍ په اخري دوو ورځو کښې په یوسل پنځوسو وسله والو نښتو کښې یولس امریکایان وژل شوي او یوڅلویښت نور ژوبل شوي.
د امریکا وال سټریټ جورنال ورځپاڼې راپور ورکړی د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرامپ د شیدو غوا او د سعودي عربستان د ظالم رژیم اوه دیرش کلن ولیعهد محمد بن سلمان په خصوصي محفلونو کښې د امریکا نهه اویا کلن ولسمشر جوبایډن مسخره کوي او د هغه ذهني وسونه تر پوښتنې لاندې ورولي.
په داسې حال کښې چې اروپايي هیوادونه د اوکراین د جنګ له کبله د انرژۍ د بوږنونکي کړکیچ په دلیل د ګازو له سخت کمښت سره مخامخ دي د انرژۍ د نړیوال اژانس مدیر خبرداری ورکړی چې په راتلونکو څو کلونو کښې به اروپايي هیوادونه، امریکا او د نړۍ نور ډیر ملکونه د ګازو له ترټولو ستر تاریخي کمښت یعني سخت ژمي سره مخامخ شي.
د عراق د کورنیو چارو وزارت د دغه هیواد په حکومت کښې د دوه اعشاریه پینځه میلیارډه ډالرو د غلا د دوسیې د اصلي تورن چې د بغداد د نړیوال هوايي ډګر له لارې خارج ته د تښتیدا په حال کښې وو د نیول کیدا خبر ورکړ.
د فلسطین په نابلس کښې د «عرین الاسود» د مبارزو ځوانانو پرضد په توغندیو او بې پایلوټه الوتکو سره د صهیونیسټ رژیم د وژلو عملیات چې د شپږو فلسطینیانو د شهادت سبب شوي صهیونیسټان ویرولي دي او د تل اوبو رسنیو اټکل کړی دی چې فلسطینیان به خامخا انتقام واخلي.
د یمن قدرتمن انصار الله غورځنګ د یوه راپور په خپرولو سره چې سخته لهجه پکښې کارول شوي ده یوځل بیا د هیواد له جنوبي بندرونو څخه د یمن د تیلو د سرچینو د هر ډول چورتالان په هکله خبرداری ورکړ او ویې ویل هره کشتۍ چې د یمن بندرونو ته نږدې شي نو وبه ویشتل شي.
()
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې ګرانو لوستونکو اوس به د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼه وګورو چې مهم سرټکي یې څه دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل مونږ د اوکراین په جنګ کښې د استعمالیدا لپاره روسیې ته هیڅ ډول وسلې نه دي ورکړي.
د جاپان د اقتصادي احیا وزیر «دایشیرو یاماګیوا» د کلیسا له یوې ډلې سره چې د نیوکه کونکو په وینا د یوې فرقې په توګه عمل کوي د خپلو اړیکو د توضیح په ورکولو کښې په خپلې ناکامۍ باندې له نیوکو وروسته استعفا ورکړه داسی اقدام چې لومړي وزیر ته ګوزار ګڼل کیږي.
د امریکا حکومت د «عبدالله حمدوک» په مشرۍ په سوډان کښې د غیرپوځي حکومت د څنګ ته کولو د یوه کال له تیریدا وروسته په دغه هیواد کښې د پوځیانو د حکومت د ختمیدا غوښتنه وکړه.
په یمن کښې د متحده عربي اماراتو تر ملاتړ د جنوب د انتقالي شورا ځواکونو وویل مونږ هیڅکله له انصار الله غورځنګ سره جنګ نه کوو.
د یمن د جنوب د انتقالي شورا چارواکو وویل چې د انصار الله غورځنګ او د صنعا د حکومت پرضد به د سعودي عربستان د ائتلاف په هیڅ عملیاتو کښې ګډون ونکړي.
د بریتانیا دوه څلویښت کلن هندي توکمه لومړی وزیر ریشي سوناک د کنزرویټو ګوند د نورو مشرانو په څیر د صهیونیسټ رژيم او د فارس خلیج د عربو هیوادونو د شیخانو سخت ملاتړی او د ایران ضد دی.
په نابلس باندې د صهیونیسټ رژیم په یرغل کښې شپږ فلسطینیان شهیدان او درې دیرش نور هم ژوبل شول.
وال سټریټ جورنال ورځپاڼې وویل سعودي عربستان د امریکا د خزانې وزارت د اوراقو یعني بانډونو د خرڅولو ګواښ وکړ.
د امریکا خارجه وزارت له سخا بم څخه د اوکراین د استفادې د احتمال په هکله د روسیې ادعا بې اساسه وبلله او ماسکو ته په ګواښ کولو سره یې وویل که چیرې روسیه اټومي بم یا سخا بم وکاروي نو دغه هیواد لپاره به پایلې ولري.
د عراق ولسمشر عبداللطیف رشید وویل چې هیواد یې د دواړو هیوادونو د ګټو په لړ کښې له روسیې او چین سره د اړیکو د پیاوړي کولو کوشش کوي.
په اوکراین کښې د خرسون سیمې چې څه موده مخکې له روسیې سره یوځاې شوه د ځايي تشکیلاتو مشر «ولادیمیر سالډو» په دې خبرې سره چې خلک د ځاې پرځاې کیدا په حال کښې دي وویل داسي پلان جوړ شوی چې شپیته زره کسان له دغه سیمې څخه وویستل شي او د ډنیپر سیند ختیځو سیمو ته انتقال شي.
هغه وویل د خلکو د ویستلو کار په شپږو ورځو کښې ترسره کیږي او هره ورځ لس زره کسان له دغه سیمې څخه ایستل کیږي.
()
ګرانو دوستانو اوس به د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم سرټکي درسره شریک کړو.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د یوې لیکنې سرلیک دی: "د زدهکړو لپاره د افغانو نجونو اراده قوي ده ان چې بمونه يې هم له منځه نهشي وړی."
د مطلب په پیل کې وایو؛ ممکن دی زوړنه مات شي خو شور او ولولې نه.
په مطلب کې هغو کسانو ته په خطاب کې چې د افغانو ښځو قاتلان بلل شوي ویل شوي، د ښځو په وجود کې هغه پولاد دي چې له یو نسل څخه بل نسل ته لیږدول شوي دي.
ورځپاڼې د سپټمبر په ۳۰مه کابل کې پر کاج ښوونیز مرکز حملې ته اشاره کړې، چېرته چې د ورځپاڼې په لیکنه نژدې څلور سوه تنه ځوانان چې ډېره برخه يې د هزاره قوم غړي وو او ګڼ شمیر پکښې انجلۍ وې د ازمایښتي کانکور لپاره راټول شوي وو.
ملګرو ملتونو ویلي، چې په دې پېښه کې پنځوس کسان وژل شوي.
د لیکنې په وینا دا یو له هغو محدودو ځایونو څخه و چې هلته نجونو کولی شول د زدهکړو لپاره هیله مندې اوسي او زیاتوي چې د طالبانو د محدویتونو په وجه هغه ورځ هلکان او نجونې سره جلا شوي وو او د نجونو شمېر د هلکانو پرتله خورا زیات و .
()
نیویارک ټایمز ورځپانې په امریکا کې د افغان رستورانونو د څښتنانو په اړه چې هڅه کوي په دې هېواد کې افغانې فرهنګ ژوندې وساتي لیکنه کړې ده.
د ورځپانې په ټکو، محمد غیاثي او پلار يې بصیر غیاثي پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته د سږ کال په مارچ میاشت کې د نیویارک په بروکلین کې یو رستورانت پرانيستی.
ورځپاڼې د محمد غیاثي له قوله لیکې دي چې، د هغه په اند خواړه د افغانې فرهنګ د ژوندې ساتلو لپاره تر ټولو غوره لار ده.
وړاندې لولو، غیاثي په پخلي کې له تور بانجيانو، بولانیو او کباب په پخولو کې برخه اخلي.
()
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې ډيرو عزتمنو لوستونکو ورځپاڼو ته کتنه پاې ته ورسیده د ملتیا مو ډیره ډیره مننه.