حسن نصر الله د ایران ملت او مشر تابه ته تسلیت ووایه
(last modified Fri, 28 Oct 2022 00:57:37 GMT )
Oct 28, 2022 05:27 Asia/Kabul
  • حسن نصر الله د ایران ملت او مشر تابه ته  تسلیت ووایه

فارس خبري اژانس وايي د لبنان د حزب الله غورځنګ مشر سید حسن نصر الله د حضرت احمد بن موسی علیه السلام په سپیڅلي حرم کښې د جنایتکاره اقدام په هلکه د ایران خلکو او د اسلامي انقلاب ستر لارښود ته تسلیت ووایه.

هغه پرون په دې خبرې سره چې د شیراز ترهګره حمله باید د سیمې د ملتونو د ډير بصیرت او د پوهې عامل وګرځي وویل نړیوال استکبار د ناامنۍ د انتقالولو او په سوریې، عراق ، افغانستان او دسیمې په هیوادونو کښې د داعش ډلې د مشرانو د ملاتړ سبب شو.

نصر الله ټینګار وکړ باید د هغه ستر جهاد د اهمیت په هکله چې ډیرو زمونږ په سیمه کښې ترسره کړ بصیرت او پوهه ولرو او ایران د دغه ستر جهاد قدرتمن ملاتړی دی او د حاجي قاسم سلیماني او د ابو مهدي المهندس په شان شهیدان د دغه ستر جهاد قومندان وو.

د لبنان د حزب الله مشر حسن نصر الله د ایران خلکو ته په خطاب کښې ویل ډاډمن ووسئ هغه کسان چې په ایران کښې بلواوې هدایتوي هماغه کسان دي چې شیراز ته یې قاتلان واستول او یوه داسې توره کوټه شته چې امریکا یې مدیریت کوي.

 

ټیګونه