د اوکراین ولسمشر د اټومي جنګ کوشش کوي
الجزیرې ټیلي ويژن راپور ورکړ د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا وویل: د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي په دنیا کښې د اټومي جنګ د پیلولو کوشش کوي.
ناپیژاندو معتبرو سرچینو وویل کي یف په اوکراین کښې د سخا بم په نوم یوې چاودنې ته د اړونده لسمونکي اقدام هڅه کوي چې روسیه له اټومي وسلو په استفادې کولو تورنه کړي.
د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا وویل د سخا بم په چاودنې سره له لسمونکي اقدام د کي یف هدف له ډلوژونکو وسلو په استفادې د روسیې تورنول دي.
هغې وویل لویدیځ هیوادونه د جنګ د اوږدولو لپاره هڅه کوي چې د وسلو زیات تړونونه لاسلیک کړي او د اوکراین د اټومي کلنګ غوښتنې هدف له لویدیځو هیوادونو د ډیرو مالي او پوځي مرستو ترلاسه کول دي.
زاخاروواو وویل مونږ له لویدیځو هیوادونو غواړو چې په اوکراین باندې دباو راوړلو سره هغه له خطرناکې ماجرا غوښتنې لیري کړي او زیاته یې کړه اوکراین د زاپروژیا په اټومي بټۍ حمله کوي او د روسیې لخوا د دغه بټۍ ساتل د غمیزې د رامینځته کیدا مخه نیولي ده.
هغې وویل لویدیځ هیوادونه خپلې نوي وسلې په اوکراین کښې ازمويي او په حقیقت کښې یې د اوکراین خاوره د نویو وسلو د ازمویلو په ځاې بدله کړي ده.