د ایران په آذربایجان غربی ولایت کې زیات شمیروسلې ونیول شول
(last modified Fri, 28 Oct 2022 09:45:14 GMT )
Oct 28, 2022 14:15 Asia/Kabul
  • د ایران په آذربایجان غربی ولایت کې زیات شمیروسلې ونیول شول

سردار رحیم جهانبخش په دې خبرې په ټينګار سره چې پولیس به هیڅکله هم قاچاقبرو او شر غواړو ته د وسلو  او شرغواړو فعالیتونو اجازت ورنکړی ووئيل،  په دې زمینې کې څلور کسان نیول شوي او له هغوي درې ګاډي  هم نیول شوي دي .

د ایران دآذربایجان غربی ولایت دپولیسو قوماندان  ټينګار وکؤ، غیر قانوني اتیا جنګي وسلې  ئې چې ټاکل شوې وه په ولایت کې د ناکراریو لپاره ورځیني استفاده وشي، د پولیسو د اطلاعاتو په اساس کشف شوي دي.

د ایران دآذربایجان غربی ولایت  دپولیسو قوماندان سردار رحیم جهانبخش نن  ایرناخبری اژانس ته ووئیل،  دولایت دعمومي امنیت پولیسو  په یولړ مسنجمو عملیاتو کې  او دبشپړ  اطلاعاتو په اساس نیمه شپه  بریالی شوي یو شمیر کسان چې د وسلو په وړلو سره ئې نیّت درلود په هیواد کې ناکراري رامینځةکړي  سره د وسلو ونیول.

 هغه ووئيل، د ارومیّه په لارو کې هم له ځينو ګاډو یوشمیر جنګي اوښکاري وسلې  کشف شوي دي. سردار رحیم جهانبخش په دې خبرې په ټينګار سره چې پولیس به هیڅکله هم قاچاقبرو او شر غواړو ته د وسلو  او شرغواړو فعالیتونو اجازت ورنکړی ووئيل،  په دې زمینې کې څلور کسان نیول شوي او له هغوي درې ګاډي  هم نیول شوي دي . هغه په عین حال کې ټينګار وکؤ، په ولایت کې به د  خلکو  د ثبات او امنیت له ګډوډونکو عاملانو سره سخت چلند وکړي.

 

ټیګونه