د دښمن ددسیسو علت دایران دعلمي مختګونود قدرت له امله دی
(last modified Sat, 29 Oct 2022 02:11:37 GMT )
Oct 29, 2022 06:41 Asia/Kabul
  •  د دښمن ددسیسو علت دایران دعلمي مختګونود قدرت له امله دی

ښاغلی رییسي د روغتیا او درملنې په حوزه کې اوڅاره بریاوې د هیواد د پرمختګ یوه مولفه وبلله چی دښمن یې هم اعتراف ته مجبوره کړې دې .

د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسي د طبی علومو د پوهنتونونو له مشرانو سره په کتنه کې ټینګار وکړ د هیواد د علمي پرمختګونو له امله قدرت د علمي مرکزونو د نارامه کولو او درولو لپاره د دښمن د دسیسې د پلان علت دی .

ښاغلی رییسي د روغتیا او درملنې په حوزه کې اوڅاره بریاوې د هیواد د پرمختګ یوه مولفه وبلله چی دښمن یې هم اعتراف ته مجبوره کړې دې .

د ایران ولسمشر زیاته کړه د پوهانو مهاجرت باید معکوس شی ، نن د هغه زمینه له بل هر وخت زیاته او په تیره بیا په علم ، ټیکنالوجۍ او درمل جوړونه کې دومره زیاته ده چی په ایراني پوهانو سربیره په دې حوزه کې د نورو هیوادونو د پوهانو د جذبولو امکان هم برابر دې .