زاهدان کښې د یو جومات ملا امام ټرور کړی شو
د ایران د سیستان و بلوچستان ولایت د پولیسو قومندان پرون وویل: نن د ماښام له لمانځه مخکښې د زاهدان د مولای متقیان نومې جومات ملا امام د ترهګرو په ډزو کښې شهید شو.
سردار احمد طاهري بیګا د فارس خبري آژانس خبریال ته په مرکه کښې وویل: نن د ماښام او ماسخوتن له لمونځونو مخکښې د زاهدان د مولای متقیان جومات ملا امام حجت الاسلام سجاد شهرکي د ترهګرو د ډزو هدف وګرځیده او په شهادت ورسیده.
هغه زیاته کړه: د پولیسو په ابتدايي تحقیقاتو کښې معلومه شوه چې مخ پټو وسله والو چې په دوو ګاډو کښې سواره وو، په حجت الاسلام سجاد شهرکي باندې ډزې وکړې او هغه په سر او سینې ولګیده.
سردار طاهري څرګنده کړه: وسله وال کسانو له ډزو سمدستي وروسته وتښتیدل او حجت الاسلام شهرکي سمدستي روغتوني مرکز ته منتقل کړې شو خو د سختو زخمونو له امله په شهادت ورسیده.