د اروپايي اتحادیې چارواکي د اټومي خبرو په اړه ادعا وکړه
فارس خبري اژانس وايي د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسئول جوزپ بورل له اټومي تړون د امریکا غیر قانوني وتلو او د دغه اټومي موافقې په وړاندې د اروپايي هیوادونو د ژمنو ماتولو ته له اشارې کولو پرته د ویانا د بایکاټونو د ختمیدا د خبرو اترو په هکله نوي ادعا وکړه.
هغه د ایران پرضد د بایکاټونو د لغو کیدا لپاره د ویانا د خبرو اترو په هکله ادعا وکړه چې دغه خبرې اترې په سمه لارې نه دي روانې.
دا په داسې حال کښې دي چې د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په تیرې پنجشنبې ورځ د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست له مسئول جوزپ بورل سره د تیرې اوونۍ د چهارشنبې ورځې د ټيلي فوني خبرو اترو په اړه وویل په دغو خبرو کښې د ویانا د خبرو اترو په هکله په تبادله شویو پیغامونو غور وشو او ما یوځل بیا په چټکۍ سره د خبرو اترو د راغونډولو لپاره د ایران په چمتووالي ټینګار وکړ.
د ایران پرضد د بایکاټونو د ختمولو لپاره د ویانا خبرواترو د ایران د مرکچي ټیم د نوښت په دلیل ښه پرمختګونه کړي دي خو د لویدیځو هیوادونو په تیره بیا د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرامپ د حکومت د غیر قانوني اقداماتو د جبرانولو لپاره د اوسني ولسمشر جوبایډن له ځنډ څخه کار اخیستل او د ایران پرضد د زیات دباو د سیاست دوام د ایران پرضد د ظالمانه بایکاټونو د ختمولو لپاره د امریکا د جدیت په هکله د شکونو د رامینځته کیدا او د خبرو اترو د بهیر د اوږدیدا سبب شوي دي.