ایران:
د سوریې په هکله د امنیت شورا پرلپسې غونډې شکونه راپارولي دي
په ملګرو ملتونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت استازی وویل: په داسي حال کې چي سوریې د کیمیاوې وسلو په زمینه کې پوره پوره ملګرتیا کړې ده، د سوریې په هکله د امنیت شورا پرلپسې غونډې د فشار او د تورونو د بیا تکرارولو په موخه تر سره کیږي.
د ایرنا له راپور سره سم، په ملګرو ملتونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت استازی سعید ایروانی د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته چي د سوریې د کیمیاوی وسلو په موضوع سره، جوړه شوې وه، وویل: د سوریې له پوره ملګرتیا سره سره، او په دغه دوسیه کې له کوم بدلون پرته، د امنیت شورا پرلپسې غونډې تر دې عنوان لاندې، دا شکونه رامینځ ته کوي چي دغې غونډې سیاسي دي او په سوریې باندې د فشار په موخه تر سره کیږي.
د ایران دغه جګپوری ديپلماټ ملګرو ملتونوته د سوریې له لورې د کیمیاوې وسلو د له مینځه وړلو په هکله د میاشتني راپورونو وړاندې کېدا د ستاینې وړ وباله.
ایرواني یادونه وکړه چي د ایران اسلامي جمهوریت د هر یو هیواد له لوري او په هر ځای کې د کیمیاوي وسلو استعمال په سختو ټکو سره غندي او د نړیوالو حقوقو سره یې په ټکر کې بولي.
هغه له تبعیض او توپیر پرته د کیمیاوي وسلو ضد کنوېنشنونو په عملي کېدو باندې په تاکید سره، زیاته کړه: د کیمیاوي وسلو ضد کنوینشنونو څخه سیاسي استفاده، د یو نیم هیوادونو د موخو په لړ کې د ملګرو ملتونو او د یادو کنوینشنونو اعتبار ته زیان رسوي.
د ایران د اسلامي جمهوریت استازی وویل: سوریې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې په رضاکاره توګه د کیمیاوي وسلو کنوېنشنونو ته غاړه کښېښوده او د دغو وسلو تاسیسات او زیرمي یې له مینځه یوړلې.
ایرواني تاکید وکړ چي ملګرې ملتونه باید د کیمیاوي وسلو په زمینه کې د سوریې هلې ځلې او همکارۍ په رسمیت وپېژني.