امریکا او ملګري یې د سیمې د بې ثباتۍ اساس دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i123366-امریکا_او_ملګري_یې_د_سیمې_د_بې_ثباتۍ_اساس_دي
ایرنا خبري اژانس وايي د افغانستان په چارو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي امریکا او د هغه ځینې ملګري حکومتونه په سیمه کښې د بې ثباتۍ اساس وبلل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 10, 2022 00:28 Asia/Kabul
  • امریکا او ملګري یې د سیمې د بې ثباتۍ اساس دي

ایرنا خبري اژانس وايي د افغانستان په چارو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي امریکا او د هغه ځینې ملګري حکومتونه په سیمه کښې د بې ثباتۍ اساس وبلل.

د افغانستان په چارو کښې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي چې د پاکستان له چارواکو سره د سلامشورې لپاره اسلام اباد ته تللی دی پرون په ټویټر پیغام کښې وویل پاکستان ته په سفر او د دغه هیواد له چارواکو سره په کتنه کښې ټینګار وشو چې په افغانستان کښې امنیت او ثبات د سیمې په هیوادونو کښې د ثبات په معنا دی.

کاظمي قمي زیاته کړه امریکا او د هغه ځینې ملګري حکومتونه په سیمه کښې د بې ثباتۍ عاملان دي.

په افغانستان کښې د امریکا شل کلن پوځي  شتون  په سیمه کښې له بې ثباتۍ، ناامنۍ او د نشه ییزو موادو د کر او د تولید له زیاتیدا پرته بل   هیڅه نتیجه نه ده لرلي.

له افغانستان څخه د امریکا د عسکرو له تښتیدا وروسته معلومه شوه چې په دغه هیواد کښې د نشه ییزو موادو تولید د ۲۰۰۱ میلادي کال په پرتله څلویښت فیصده زیات شوی دی.