غریب آبادي:
بشري حقوق د ځواکمنو د لاس سیاسي اوزار ګرځېدلی دی
د ایران د اسلامي جمهوریت د عدلیې د نړیوالو چارو مرستیال او د بشري حقوقو د کمیټې منشي د خواشینی په څرګندولو سره، وویل اوس مهال بشري حقوق له مخکې نه زیات په یو سیاسي اوزار بدل شوی دی.
د ایران د اسلامي جمهوریت د عدلیې د نړیوالو چارو مرستیال کاظم غریب آبادی په نیویورک کې خبریالانو ته وویل: هغه هیوادونه چي ځانونه د بشري حقوقو ساتونکی او بیرغوال بولي، په ځانګړې توګه امریکا او یو شمېر لوېدیځو هیوادونو، خپل په سیمې او په نورو هیوادونو کې په پراخه پیمانه د بشري حقوقو نقض کوونکي دي، دغه هیوادونه د بشري حقوقو په ډګر کې د بیرغولۍ صلاحیت نه لري.
غریب آبادی وویل: په دې وروستیو کې د ایران په ځینو ښارونو کې تر بلواو وروسته، لوېدیځو هیوادونو یو ځلې بیا د ایران د ولس له بشري حقوقو څخه د ملاتړ ږغ پوره کړی دی، په داسي حال کې چي د ایران د ولس د میلیونو کسانو ژوند د لوېدیځو هیوادونو د بندیزونو د امله سخت ځپل شوی دی.
د ایران د عدلیې د بشري حقوقو د کمیټې منشي جوته کړه: د کرونا د وبا پر مهال د امریکې او د لوېدیځوالو د بندیزونو او د مالي سرچینو د کنګلولو د امله په زرګونه بې ګناه ایرانیان درمل او واکسن ته د نه لاسرسی په نتیجه کې خپل ژوند د لاسه ورکړ.
غریب آبادی د دې په بیانولو چي د ایران اسلامي جمهوریت د هغو ټروریستانو د لاسه ۱۷ زره قربانی ورکړي چي اوسمهال په اروپا او امریکا کې په امن کې ژوند کوي، زیاته کړه: څرنګه امریکا او اروپا د ایران د ولس د بشري حقوقو د ملاتړ ادعا کولایشي؟
د ایران د عدلیې د بشري حقوقو د کمیټې منشي د ملګرو ملتونو په غونډه او څو اړغیزو سلامشورو کې د ګډون په موخه نیویورک ته تللی دی.