د بشري حقوقو له موضوع سره د لوېدیځوالو سیاسي لوبه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i123470-د_بشري_حقوقو_له_موضوع_سره_د_لوېدیځوالو_سیاسي_لوبه
د ایران د اسلامي جمهوریت د عدلیې د نړیوالو چارو مرستیال او د بشري حقوقو د کمیټې منشي کاظم غریب آبادی د خواشینی په څرګندولو سره، وویل اوس مهال بشري حقوق له مخکې نه زیات د لوېدیځو د لاس په  سیاسي اوزار بدل شوی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 12, 2022 10:44 Asia/Kabul
  • د بشري حقوقو له موضوع سره د لوېدیځوالو سیاسي لوبه

د ایران د اسلامي جمهوریت د عدلیې د نړیوالو چارو مرستیال او د بشري حقوقو د کمیټې منشي کاظم غریب آبادی د خواشینی په څرګندولو سره، وویل اوس مهال بشري حقوق له مخکې نه زیات د لوېدیځو د لاس په  سیاسي اوزار بدل شوی دی.

غریب آبادی په نیویورک کې خبریالانو ته وویل: هغه هیوادونه چي ځانونه د بشري حقوقو ساتونکی او بیرغوال بولي، په ځانګړې توګه امریکا او یو شمېر لوېدیځو هیوادونو، خپل په سیمې او په نورو هیوادونو کې په پراخه پیمانه د بشري حقوقو نقض کوونکي دي، دغه هیوادونه د بشري حقوقو په ډګر کې د بیرغولۍ صلاحیت نه لري.

هغه زیاته کړې: په دې وروستیو کې د ایران په ځینو ښارونو کې تر بلواو وروسته، لوېدیځو هیوادونو یو ځلې بیا د ایران د ولس له بشري حقوقو څخه د ملاتړ ږغ پوره کړی دی، په داسي حال کې چي د ایران د ولس د میلیونو کسانو ژوند د لوېدیځو هیوادونو د بندیزونو د امله سخت ځپل شوی دی.

د ایران د اسلامي جمهوریت د عدلیې قوې دبشري حقوقو د کمیټې منشي په داسي شان حالاتو کې دغه خبرې کوي چي په وروستیو اوونیو کې او د ایران په یو شمېر ښارونو کې تر ناامنیو وروسته، لوېدیځو هیوادونو منجمله امریکا، کاناډا او یو شمېر اروپایي هیوادونو لکه برتانیې، جرمني او فرانسې یو ځلې بیا په ایران باندې د نویو اقتصادي او سیاسي بندیزونو د لګولو او په ایران کې بلواو ته د لمن وهلو لپاره د بشري حقوقو څخه د اوزاري استفاده کړې ده.

د تیرو لسیزو تجروبې په زغرده ښکاره کوي چي لوېدیځو هیوادونو تل هڅه کړې د بشري حقوقو مساله په خپلو معیارونو سره، معرفي کړي او د خپلو سیاسي موخو په لړ کې ورڅخه کار واخلي، په داسي حال کې چي همدغه هیوادونه هم په کورني او هم په بهرني ډګرونو کې د بشري حقوقو په زمینه کې توره مخینه لري.

د مثال په توګه یادو هیوادونو د مېرمنو له حقوقو څخه د ملاتړ په ادعا سره، په داسي حال کې په ایران کې د ناامنیو د جوړولو په لټه کې دي چي په خپلو ټولنو کې یې په افسوزناکه حقیقتونو سترګې پټي کړي دي،ځکه چي نړیوالې ارزونې په لوېدیځو هیوادونو کې د مېرمنو د حقوقو له پراخو نقضونو خبر ورکوي، د تر سره شویو څېړنو او رسمي راپورونو له مخې، امریکا په ښځو باندې د جنسي تېریو د زیات شمېر په زمینه کې د نړۍ دریم مقام لري،  او له هرو دریو امریکایي مېرمنو څخه، یوه حتما له جنسي ځورونو سره مخامخ شوې ده، د دیادو رسمي شمېرنو ماسېوا، په امریکا کې د ۶۲ سلنه جنسي تشدد پورې اړوند راپورونه پولیسو ته نه ورکول کیږي او ۹۲ په جنسي تیریو باندې تورن شوي کسان له یوه ورځ نه زیات په زندان کې نه ساتل کیږي.

د بشري حقوقو په زمینه کې د لوېدیځو هیوادونو د کړچار په هکله یوه بله مهمه مساله دا ده چي دغو هیوادونو په ایران باندې د پراخو اقتصادي بندیزونو په لګولو سره، چي په ایران کې ځینو درملو ته د نه لاسرسي سبب شوی، د ګڼ شمېر ناروغانو ژوند اخیستي دي او د بشري حقوقو اصلي نقض کوونکي بلل کیږي.

تر دې دمه د ملګرو ملتونو د راپورټرانو له لورې خپاره شوي راپورونه د بشري حقوقو په ضد د لوېدیځوالو د کړچار ښودنه کوي، د ملګرو ملتونو ځانګړې رپورټرې آلنا دوهان ایران ته د خپل وروستي سفر په هکله چي په بشري حقوقو باندې د یو اړخیزو بندیزونو د اثارو د څېړلو په موخه تر سره کړې وه،د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې وایي: بندیزونه په روغتیایي نظام باندې د پام وړ اثرات کوي، داسي مساله چي په ما باندې تل پاتې اثر وکړه، په علاج او درملنې باندې د بندیزونو ناوړه اثرات و، زه له بېړنیوناروغانو او هغه ناروغانو سرهو وږغېدلم چي له جنیټیکي او سرطان څخه ځورېدل. لنډه دا چي د بندیزونو د امله دغو ناروغانو مناسبه درمل ته لاسرسی نه لري.

ښکاره خبره ده چي د بشري حقوقو د مدعيانو یعني لوېدیځو هیوادونو له لوري سیاسي لوبې او خپلسري اقدامات، تل بشري حقوقو ته له حد نه زیات تاوان رسولي دي، دغو هیوادونو په داسي حال کې چي په خپلو سرحداتو کې د مظاهره کوونکو ځپنه، د تور پوستانو وژله، د لږکیو او په ځانګړې توګه د مسلمانانو عام وژنه، د بندیانو شکنجه او د مهاجرو په ضد تاوتریخوالي قانوني بولي، په ایران کې د قانون د عملي کېدو په لړ کې د ایران عدلي اقدامات د بشري حقوقو په خلاف بولي او د رسندویې پروپاګنداو له لارې د حقیقتونو د اپوټه ښودلو هلې ځلې کوي.

د ایران د عدلیې د نړیوالو چارو مرستیال هم نیویورک ته دخپل سفر هدف په ایران کې د بشري حقوقو د حالاتو څخه د حقیقي راپور وړاندې کول وباله او ویې ویل: باید د دې اجازه ورنه کړو چي لوېدیځ هیوادونه او امریکا په خپلو غلیمانه روایتونو سره، د نړۍ هیوادونه په غلط فهمی کې راګیر کړي.