د ارمنستان د خارجه وزارت له مرستیال سره د عبداللهیان لیده کاته
د اران خارجه وزیر تېره ورځ د ارمنستان د خارجه وزارت له مرستیال سره په کتنه کې د سیمې پورې د اړوندو مسایلو او د دواړو هیوادونو د اړیکو په هکله خبرې اترې وکړې.
د ایران پرس له راپور سره سم، د ایران خارجه وزیر امیر عبداللهیان په دغه ملاقات کې ورځ تر بلې ارمنستان سره د اړیکو له پراختیا څخه د خوښۍ په څرګندولو سره، په قاپان کې د ایران د سرکنسولګرۍ پرانیستل کېدا دواړو هیوادونو د اقتصادي او تجارتي اړیکو لپاره مهمه وباله.
د ارمنستان د خارجه وزارت مرستیال «مناساګان صافاریان» هم د هیوادونو ملکي واکمنۍ څخه په ملاتړ او د نړیوالو سرحداتو د بدلون سره په مخالفت کې د ایران د اسلامي جمهوریت له رغنده او اصولي دریځ څخه قدرونه وکړه.
صفاریان د دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو په پراختیا باندې په ټینګار سره، د دواړو هیوادونو تر مینځ د تر سره شویو هوکړو د پلې کېدو غوښتونکی شو.