د ایران په زاهدان کښې بلواګرو یو پولیس شهید کړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i123888-د_ایران_په_زاهدان_کښې_بلواګرو_یو_پولیس_شهید_کړ
تسنیم خبري اژانس وايي د ایران د سیستان و بلوچستان ولایت د پولیسو قومندان د زاهدان په چشمه زیارت مرکز د پولیسو په ګزمې باندې د وسله والو اشرارو د حملې او د امنیت د یوه مدافع سرباز د شهادت خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 22, 2022 08:02 Asia/Kabul
  • د ایران په زاهدان کښې بلواګرو یو  پولیس شهید کړ

تسنیم خبري اژانس وايي د ایران د سیستان و بلوچستان ولایت د پولیسو قومندان د زاهدان په چشمه زیارت مرکز د پولیسو په ګزمې باندې د وسله والو اشرارو د حملې او د امنیت د یوه مدافع سرباز د شهادت خبر ورکړ.

د ایران د سیستان و بلوچستان د پولیسو قومندان محمد قنبري وویل د زاهدان د چشمه زیارت د پولیسو ماموران په ګزمې بوخت وو چې وسله والو اشرارو په  یوه ګاډي سره ناڅاپه په پولیسو ډزې وکړې.

هغه وویل د دغو ډزو له کبله د ایران د امنیت یو دافع سرباز شهید شوی او یو بل ژوبل شو.

قنبري وویل د ځانګړي ټیم په جوړیدا سره له هماغه لومړیو  څخه د ډزو د عاملانو د پيژندلو او د هغوې د نیولو کار پیل شوی دی.

د یوې جینۍ مهسا امیني له مړینې وروسته د ایران د اسلامي انقلاب ضد او د دوښمنو رسنیو او د ایران د اسلامي جمهوریت د دښمانانو په لمسون سره د زاهدان په شمول ځینې ښارونه له بلواو سره مخامخ شوي.

په زاهدان کښې بلواګرو عمومي ځایونو او مالونو ته تاوانونه ورسول او ترهګرو د ایران په ځینو ښارونو کښې په یوشمیر په پولیسو ، امنیتي ځواکونو او عادي خلکو ډزې  وکړې او هغه یې شهیدان کړل او ځینې نور یې هم ژوبل کړل.