د ایران او د نړۍ ورځپاڼو ته کتنه:-
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i124188-د_ایران_او_د_نړۍ_ورځپاڼو_ته_کتنه
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو اوس به ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 29, 2022 07:40 Asia/Kabul
  • د ایران او د نړۍ ورځپاڼو ته کتنه:-

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو اوس به ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ

نن به لومړۍ د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه وګورو چې مهم سرټکي یې څه دي.

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د سمندري ځواک له یوشمیر قومندانانو سره په کتنه کښې ټینګار وکړ د سمندر له فرصت او د هغه له سترو ظرفیتونو استفاده کول باید په هیواد کښې په عمومي کلتوری بدل شي.

په داسې حال کښې چې ډیرې اروپايي هیوادونه د اوکراین د جنګ په وجه له تر ټولو سخت کړکیچ سره مخامخ دي او ځینې اروپايي هیوادونه د خواړو او درملو یا د انرژۍ د بیلونو(bills) په ورکولو کښې د یوه شي انتخابولو ته مجبوره شوي دي د انګلستان ډیلي میل ورځپاڼې په یوه راپور کښې په خپل هیواد  کښې د بدرنګو، د مرچکو او  سرو ټماټرو کمښت ته په اشارې سره ولیکل د انګلستان خلک له هګیو وروسته باید له سالادو سره هم خدای په امانۍ وکړي.

په چین کښې په کورونا ویروس د  خلکو د بیا ککړیدا د شمیر له زیاتیدا سره په یووخت راپورونه د کورونا په  سختو محدودیتونو او مقرراتو باندې د خلکو د پراخو اعتراضونو ښودنه کوي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي هماغه ډول چې د مصر او د ترکیې اړیکې ښې شوي دي له سوریې سره د ترکیې اړیکې هم ممکنه ده چې ښې شي او هغه هم په نږدې راتلونکي کښې ځکه چې د سیاست په دنیا کښې دائمي دښمنۍ وجود نلري.

د جرمني شپیګل مجلې په یوه راپور کښې د دغه هیواد د پارلمان د داخلي حالت او په پارلمان باندې د انرژۍ او د ژمي د موسم د اغیز په هکله وویل د هوا په سړیدا سره په پارلمان کښې ځینې وزیران  د ځانونو د ګرم ساتلو لپاره مجبوره شوي چې ګرمې جامې وغوندي.

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ولسمشر جوبایډن د اداري نظام او د حکومت پرضد په خپلو نویو نیوکو کښې د عدلیې وزارت د وروستۍ فیصلې په هکله غبرګون وښود او ویې ویل د امریکا قضايي نظام فاسد دی.

د قطر د فټبال لوبو په نړیوالو سیالیو  کښې د اسرائیلو ضد ګروهنې تر دې حده زیاتې او غالبې شوي دي چې د تل اویو چارواکو فیفا ته په شکایت کولو سره په دوحې کښې د صهیونیسټانو پرضد د سیلانیانو او د خلکو د کړچارونو د ختمیدا غوښتنه وکړه.

د صهیونیسټ رژیم ټولو عبري ژبې رسنیو او دغه راز یدیعوت احارونوت او یروشلم پوسټ ورځپاڼو لیکلي دي تقریبا هیچ چا په قطر کښې د فټبال په نړیوالو سیالیو کښې موجودو صهیونیسټانو ته  هرکلی نه دی ویلی.

د قطر د فټبال د نړیوال کپ د سیالیو په بهیر کښې د مراکش له ټیم څخه د بیلجیم د ملي ټیم له ماتي خوړلو وروسته د بروکسل په شمول د بیلجیم په ځینو سیمو کښې بلواوې او ناکراریانې رامینځته شوي دي.

په یمن کښې انساني کړکیچ ته د بې پامۍ په سیوري او په هماغه وخت کښې چې د لویدیځو هیوادونو د رسنیو زیات تمرکز د اوکراین د جنګ کډوالو ته اوښتی دی د صنعا یوه چارواکي وویل چې د یمن پرضد د عربستان جنګ څه د پاسه پینځه میلیونه خلک  کډوال کړي دي.

()

ګرانو دوستانو اوس به د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼه وګورو چې مهم خبرونه یې څه دي.

د افغانستان د طالبانو ډلې د ویاند مرستیال بلال کریمي د افغانستان په هکله د ډله ییز امنیت د تړون په غونډې کښې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین وینا ته چې په افغانستان کښې د ټولشموله حکومت د جوړیدا پرضرورت یې ټینګار کړی و غبرګون وښود او له دغه وینا  سره یې مخالفت وکړ.

بلال کریم په دې اړه «شمشاد نیوز» ټیلي ويژن ته وویل مونږ په افغانستان کښې د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو د ضرورت په هکله د روسیې د ولسمشر پوتین وروستۍ وینا د کابل په کورنیو چارو کښې لاسوهنه ګڼو او له دغه وینا سره مخالف یوو.

د عراق د ملي حکمت ډلې مشر سید عمار حکیم د عراق د کردستان سیمې له مشر نیچروان بارزاني سره په کتنه کښې د عراق له خاورې په تیره بیا د عراق له کردستان سیمې څخه د ګاونډیو هیوادونو پرضد د امنیتي  ګواښونو د رامینځته کیدا د مخه د نیولو پرضرروت ټینګار وکړ.

د ترکیې دفاع وزیر «خلوصي اکار» په یوې وینا کښې د سوریې په شمالي سیمو کښې د دیره کرد ډلو پرضد د انقرې د پوځي عملیاتو په دوام ټینګار وکړ.

هغه وویل ترکیه په پریکنده توګه د ترهګرۍ د سرچینو د جرړه د ایستلو لپاره خپلې سټراټيژۍ ته دوام ورکوي او زیاته یې کړه د ترکیې ځواکونه کوشش کوي له ترهګرۍ سره د مبارزې په بهیر کښې ملکي وګړو ته تاوان ونه رسوي.

د ناټو سرمنشي ینس اسټولټنبرګ په دې خبرې باندې اعتراف سره چې له اوکراین څخه د لویدیځو هیوادونو مالي او پوځي ملاتړ د اروپايي هیوادونو د ښاریزو لپاره ډیر لګښت لرلی دی خبرداری ورکړ چې د اروپايي هیوادونو خلک مخ ته سخت وخت لري.

هغه د جرمني له «ولټ ام زونتاګ» ورځپاڼې سره په مرکه کښې وویل د انرژۍ او د خوراکي موادو د بیو زیاتیدل د اروپايي هیوادونو د خلکو لپاره د سخت پړاو په معنا دي.

د یمن المسیره ټیلي ويژن په یوه راپور کښې له یمن سره د سعودي عربستان د ائتلاف نا برابر جنګ او د عربستان د څاروي ډول تیري د پایلو په هکله په یوه راپور کښې وویل د سعودي عربستان د دغه تیریو په وجه د یمن څه د پاسه پینځه میلیونه خلک کډوال شوي دي.

د کورونا ویروس د خپریدا په هکله د چین له سختو محدودیتونو او قرنطینو سره په مخالفت کښې په ټول هیواد کښې د خلکو پراخ اعتراضونه رامینځته شوي دي.

د چین په لسګونو پوهنتونونو کښې محصیلینو مظاهرې وکړې او اعتراضي پوسټرونه یې ولګول.

په اوکراین باندې د روسیې د حملې د نهمې میاشتې له پیلیدا سره په یووخت د اروپايي هیوادونو رسمي چارواکي د امریکا د ولسمشر جوبایډن د حکومت د کړچار په هکله غصه دي او هغوې واشنګټن د اوکراین له جنګ څخه په ګټه پورته کولو تورنوي.

د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسوول جوزپ بورل وویل زمونږ امریکايي دوستان د اوکراین په هکله داسې فیصلې کوي چې زمونږ په اقتصاد منفي اغیزونه اچوي.

د اروپايي اتحادیې یوه بل مسوول هم «پولیټیکو »مجلې ته وویل که چیرې په هوشمندانه ډول وګورو حقیقت دا دی چې امریکا د اوکراین له جنګ څخه زیاته ګټه پورته کوي.

()

د تهران راډیو ګرانو اوریدونکو اوس به د ځینو خارجي ورځپاڼو مهم سرټکي له تاسو سره شریک کړو.

د بریتانیا چاپ ډېلي ميل ورځپاڼې د افغانستان په اړه د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملالۍ یوسفزۍ پر خبرو تمرکز کړی دی.

مطلب کې راغلي، یوسفزۍ له بریتانیا وغوښتل چې د افغانستان د ښځو د ملاتړ لپاره پیاوړي ګامونه پورته کړي.

۲۵ کلنې ملالۍ د یکشنبې په ورځ په لندن کې یوې اعتراضي غونډې ته خبرې وکړې.

دغې غونډې ته د فوزیه کوفي په څېر ښځینه فعالانو په ګډون سلګونه کسان راټول شوي وو.

د بریتانیا د ډېلي میل په مطلب کې راغلي، ملالۍ یوسفزۍ د نړۍ مشران تورن کړل چې له ښځو سره د طالبانو د چلند په تړاو یې ځانونه غلي نیولي دي.

پر ملالۍ یوسفزۍ نږدې لس کاله وړاندې پاکستاني طالبانو سوات کې ډزې وکړې، خو هغه ترې ژوندۍ پاته شوه.

له کله چې طالبان په افغانستان کې بیا واک ته رسېدلي، اکثره ښځې شکایت کوي چې د کار او تعلیم حق ترې اخیستل شوی دی.

د لندن په ګډون یو شمېر نورو بهرنیو ښارونو کې افغان ښځې داسې مهال مظاهرو ته راوتلي چې کابل کې د راپورونو له مخې طالبانو یو شمېر اعتراض کونکي  ښځې نیولي دي.

طالبان وایي، د اسلام او افغاني عنعنو له مخې د ښځو حقونو ته درناوی کوي، خو د ښځو فعالانې دا خبرې عمومي بولي او نیوکه پرې کوي.

دوی وایي، طالبان دې د ښځو د حقونو په برخه کې د نورو اسلامي هېوادونو تګلارې تعقیب کړي.

()

د پاکستان انګریزۍ ژبې ورځپاڼې نیوز انټرنېشنل کابل ته په بهرنیو چارو کې د د دولت د وزیرې میرمن حنا رباني کهر په ننني سفر یوه لیکنه خپره کړې ده.

مطلب کې راغلي، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق او د یو شمېر وزارتونو له هغې ډلې مالیې وزارت چارواکي د دغه پلاوي غړي دي چې د طالبانو له رییس الوزرا، بهرنیو چارو وزیر او یوشمېر نورو چارواکو سره لیده کاته کوي.

وړاندې راغلي، د دغو لیدو کتو پر مهال دوه اړخیزې اړیکې، په بېلابېلو برخو کې همکارۍ او له افغانستان سره ممکنه مرستې د بحث وړ مسایل دي.

ورځپاڼې لیکلي، مېرمن کهر کابل ته له سفر مخکې د خپل سفر په تړاو د پاکستان د مالیې له وزیر اسحاق ډار سره خبرې کړي دي.

حنا رباني کهر ۲۰۱۲ کال کې هم چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره وه، کابل ته تللې وه.

د طالبانو له واکمنۍ وروسته دا کابل ته د ګاونډي هېواد پاکستان  د یوې لوړپوړې ښځینه چارواکې لومړنی سفر دی، دا سفر داسې مهال ترسره کېږي چې د طالبانو په کابینه کې هېڅ ښځه نه شته.

()

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې عزتمن لوستونکو ورځپاڼو ته کتنه پاې ته ورسیده نور له تاسو اجازه غواړو خوښ او خوشحاله وسئ.